په ایران کې د اوبو د ستونزې او د برېښنا د پرله پسې پرې کېدو له کبله د حکومت ضد اعتراضونه مخ په پراخېدو دي.
یوه تازه خپره شوې ویډیو ښیي چې د تهران په یوه سیمه کې اوسېدونکي د شپې په تیاره کې، د برېښنا پرې کېدو په سبب، د "مرګ پر خامنهاي" او "مرګ پر ډیکتاتور" شعارونه ورکوي.
هغه کس چې دا ویډیو یې اخیستې، وايي چې دا یې د ۱۴۰۴ کال د زمري په ډېرشمه نېټه ثبت کړی ده.
همدارنګه، هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ښیي چې د فارس ولایت د فسا د ښار زاهدشهر یو شمېر اوسېدونکو د برېښنا د پرله پسې پرې کېدو په اعتراض کې د علاقدارۍ مخې ته راټول شوي او د اور په لګولو سره د چارواکو پر وړاندې خپله غوسه او نارضایتي څرګندوي.
د زمري په ۲۹ نېټه د تهران د اسلامشهر په ښار کې هم د برېښنا د پراخې پرې کېدو په اعتراض کې د خلکو راټولیدو انځورونه هم خپاره شوي دي.
په ټولنیزو شبکو کې کاروونکو د سمینان او اراک په ښارونو کې د برېښنا د پراخې پرې کېدو په اعتراض کې ورته انځورونه خپاره کړي دي.
په تېرو څو اونیو کې د برېښنا د پرله پسې پرې کېدو او له هغې څخه رامنځته شویو زیانونو په وړاندې د مازندران ولایت د فریدونکنار خلکو هم د برېښنا ادارې مخې ته احتجاج کړی و.
اعتراض کوونکو ویلي چې "نور د دوی زړونه ډک شوي دي" او "خلک ستړي شوي دي"، او خبرداری یې ورکړی که دا وضعیت دوام پیدا کړي، " اعتراضاتو به پراخ شي".
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د زمري په اوومه نېټه د اېکس په ټولنیزې شبکې کې په ایران کې ګرمې هوا او د اوبو ستونزې ته په اشارې، لیکلي وو چې "د ایران خلک، د رژیم لخوا د فساد او د اوبو د زېرمو د ناوړه مدیریت پایلې ګالي".
د دې وزارت په پیام کې راغلي وو چې په ایران کې "د څښاک اوبو، حمام کولو، مینځلو او د کورونو د ساړه کولو لپاره اوبو ته لاسرسۍ نشته" او زیاته کړې یې وه چې د ایران خلک "له دې څخه د غوره (وضعیت) مستحق دي".
فورم \ دبحث خونه