د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ویزو د غوښتونکو "د امریکا ضد فعالیت" څېړل کیږي


د امریکا د متحدو ایالتونو د کډوالۍ ادارې چارواکي وايي چې د هغو بهرنیو وګړو د امریکا ضد نظریات او د ترهګرۍ سره به یې اړیکې به وڅېړل شي چې په دې هېواد کې د کار، ژوند او زده کړې د ویزې غوښتنه کوي.

د دې تدابیرو په اساس چې د تابعیت او کډوالۍ د چارو ادارې روانه اونۍ اعلان کړي، چارواکي به د ویزو د هغو غوښتنلیکونو په ارزیابۍ کې د پرېکړې مطلق اختیار ولري "چې د یهودیت ضد فعالیت په اړه شواهد په کې موجود وي."

د اعلان شويو تدابیرو په اساس، چارواکي به دا اجازه هم ولري چې د امریکا ضد فعالیتونو په تړاو د ویزې د غوښتونکو ټولنیزې پاڼۍ په پراخه ټوګه وڅېړي.

د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ چارو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "د امریکا ضد فعالیت به په هرډول تدقیق او څېړنه کې خورا منفي فکتور وي."

اعلامیه زیاتوي: "د کډوالۍ امکانات – په متحدو ایالتونو کې د ژوند او کار کولو په ګډون – یو امتیاز دی، نه یو حق."

دا تدابیر په داسې حال کې اعلان شوي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۶۰۰۰ څخه زیاتو بهرنیو محصلانو ویزې، د معیاد څخه د زیات پاتې کیدو او قانوني سرغړونو له امله لغوه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند په یو ایمېل کې امریکاغږ ته ویلي دي چې د دغو ویزو زیاتره برخه، د نشې حالت کې د موټر چلولو، غلا، او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له کبله، لغوه شوي دي.

وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې په ۲۰ نېته واک ته ورسېد، دې هېواد ته غیرقانوني ننوتل په پراخه کچه کم شوی دی.

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویلي دي چې د جولای میاشتې ابتدایي معلومات تاییدوي چې دې هېواد ته غیرقانوني ننوتل تربل هروخت کمې کچې ته راټیټ شوی دی.

همدارنګه په جنورۍ کې، ټرمپ یوه فرمان لاسلیک کړ چې پکې ویل شوي وو چې امریکا باید په ویزه ورکولو کې "هوښیار" وي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغه بهرني وګړي چې دې هېواد ته داخلېږي، "امریکایانو ته یا زموږ ملي ګټو ته د زیان رسولو" هوډ ونلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG