سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ خپل د ټیکټاک رسمي حساب پرانیست او موخه یې د ۱۷۰ میلیونو امریکايي کارونکو سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پیغامونو شریکول دي. په ټیکټاک کې معمولا لنډې ویډیوګانې خپرېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولین لیویټ امریکا غږ ته په یوې بیانیې کې چې د ایمیل له لارې یې لېږلی، ویلي چې « د ټرمپ حکومت دې ته ژمن دی چې د امریکا د خلکو دپاره د ولسمشر ټرمپ د تاریخي بریاوو په هکله په هر پلټفورم کې هر څومره خلکو ته چې امکان ولري معلومات وړاندې کړي.»
میرمن لیویټ زیاته کړه چې « د ولسمشر ټرمپ پیغام رسونه د هغه د جمهوري ریاست د کمپاین پر مهال په ټیک ټاک کې مخکښه وه او مونږ ډیر خوشحاله یوو چې د هماغه بریالیتوب په ادامه کار وکړو او معلومات په داسې شکل خپاره کړو چې د امریکا هیڅ پخواني حکومت په تیر کې نه وي خپاره کړي.»
ولسمشر ټرمپ د ټیکټاک د مشهوره پلټفورم سره خواخوږي لري او هغه دا ویلي دي چې د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو پرمهال ټیکټاک ورسره د ځوانو رای ورکونکو د ملاتړ په جلب کې مرسته کړې ده چې په لړ کې یې هغه د ډموکراتې کاندیدې کاملا هریس څخه د جمهوري ریاست انتخابات وګټل.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ پر یوې داسې مواقې کار کوي چې په لړ کې به یې امریکايي پانګه اچونکي د چین د بایټ ډنس په نامه شرکت څخه د ټیکټاک کمپنۍ رانیسي. خو امریکايي قانون جوړونکي اندېښمن دي او وايي چې استخباراتي ارزونې دا ښيي چې چین کولای شي پر ټیکټاک باندې د امریکايي استعمال کونکو شخصي معلومات وکاروي او په امریکا کې خپل نفوذ خپور کړي.
د سپینې ماڼۍ د ټکټاک د نوي حساب نوم دی @whitehouse او د سې شنبې په ماښام د ولسمشر په دې پیغام سره پیل شو « زه ستاسو غږ یم. امریکا مونږ بیرته راستانه شوو. څه خبرې دي ټیکټاکه؟
فورم \ دبحث خونه