د اسرائیل پوځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو نوي هوایي بریدون وکړل او اعلان یې کړی چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا متحدو ایالتونو ته د سفر پر مهال په یمن کې د برید امر ورکړی دی.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو، په یوې لنډې اعلامیې کې اعلان وکړ چې په صنعا کې د امنیتي او استخباراتي خدماتو او د ترهګر حوثي رژیم د پوځ پورې اړوندو پوځي اهدافو باندې برید شوی دی.
د اسرائیل پوځ دا هم اعلان وکړ چې په نښه شویو هدفونو کې د حوثیانو د عمومي قوماندې مرکزي دفتر، امنیتي او استخباراتي مرکزونه، د پوځ د عامه اړیکو مرکزي دفتر، او پوځي کمپونه شامل دي او د حوثیانو وسلې او مامورین پیژندل شوي وو.
اسرائیلي پوځ د ایکس په ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې لیکلي، "دا بریدونه د اسرائیل او اسرائیلي ملکي وګړو په وړاندې د حوثیانو د پرله پسې بریدونو په ځواب کې شوي دي."
د اسرائیل پوځ د اګست په ۲۸مه په صنعا کې یو مرګونی پوځي عملیات ترسره کړل، چې د حوثي یاغیانو صدرعظم احمد الرحاوي او د ترهګرې ډلې د کابینې اکثره غړي یې ووژل.
نتنیاهو متحدو ایالتونو ته د تګ دمخه، وویل چې هغه به د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به وګوري.
هغه په یوه بیان کې وویل: "زه به هغه مشران وغندم چې د قاتلانو، جنسي تیری کوونکو او د ماشومانو سوځونکو د غندلو پرځای، د اسرائیل په زړه کې د دوی لپاره د یوه دولت جوړول غواړي. دا به ونه شي."
فورم \ دبحث خونه