د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو پر ایران د اسرائیل بریدونو ته غبرګون ښودلی


اسرائیلو د جمعې په ورځ‌ د ایران په پوځي او اټومي تاسیساتو باندې بریدونه وکړل.
اسرائیلو د جمعې په ورځ‌ د ایران په پوځي او اټومي تاسیساتو باندې بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش «په منځني ختیځ‌ کې د پوځي کرکیچ هر ډول تشدید» غندي.‌

د ګوتیرش ویاند فرهاد حق په یوه بیان کې ویلي‌ دي چې «سرمنشي د دواړو اړخونو نه غواړي‌ چې د اعظمي تحمل نه دې کار واخلي او په هره بیه چې وي د جګړې د پراخیدو نه،‌ چې سیمه ته به یې زغمل ګران وي، ډډه وکړي.»

د ملګرو ملتونو د اټومي څار د ادارې مشر،‌ رفایل ګروسي وویل چې د ایران د نطنز په اټومي تاسیساتو باندې د اسرائیلو برید «د ژورې اندیښنې وړ دی.»

ګروسي‌ وویل:‌ «زه په تولو اړخونو باندې غږ کوم چې اعظمي تحمل دې وښيي‌ او د شخړې د تشدید نه دې ډډه وکړي.‌ زه بیا دا تکراروم چې هر ډول پوځي اقدام به د اټومي تاسیساتو خوندیتوب او امنیت په خطر کې واچوي چې دا به د ایران خلکو،‌ سیمې او د سیمې نه وراخوا جدي‌ عواقب ولري.‌»

عمان چې د ایران د آټومي پروګرام په اړه یې د ایران او د امریکا ترمنځ‌ منځګرتوب کاوه ویلي دي چې د اسرائیل برید «په سیمې کې د ثبات بنیاد کمزوره کوي.»

د عمان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي:‌ «دغه برید په ډیر حساس وخت کې شوی چې نړیوالې هڅې روانې وي چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا ترمنځ‌ خبرې بیرته پیل شي.‌ دا ښکاره کوي چې قصدا هدف و چې د دپلوماتیکې پروسې مخه ونیول شي او پراخه جګړه پیل شي چې دا به د سیمې او نړیوالې د سولې لپاره جدي عواقب ولري.»

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د وضعیت په اړه «ژوره اندیښنه»‌ څرګنده کړې ده او په ایران او اسرائیلو غږ کړی دی چې سیمه ییزه سوله دې وساتي.

لین جیان وویل:‌ «چین د هر هغه اقدام چې د ایران ملي‌ حاکمیت،‌ امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض کوي مخالفت کوي.»

چین یو له هغو هیوادنو نه و چې په هغه موافقه یې لاسلیک کړی و چې په ۲۰۱۵ کال کې په ایران د بندیزونو د کمولو په بدل کې د دغه هیواد د اټومي پروګرام د محدود کولو لپاره شوې وه.

د چین سربیره متحده ایالتونو،‌بریتانیې،‌ فرانسې،‌ جرمني او روسیې هم موافقه لاسلیک کړې وه.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې هیواد یې د اسرائیل یو ځل بیا ټینګار کوي چې اسرائیل حق لري چې خپل امنیت خوندي کړي. هغه په ټولو اړخونو غږ وکړ چې د شخړې د تشدید مخه دې ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل اقدامات «په منځني ختیځ کې د کرکیچ تشدید خطرناک» وباله.

«دغه اقدامات د [د ایران د اټومي پروګرام په اړه] د څو اړخیزو ډیپلوماتیکو هڅو پرمختګونه چې په زحمت سره ترلاسه شوي وو په جدي توګه کمزوره کوي.»

د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر وویل چې په سیمې کې د شخړي تشدید د هیچا په ګټه نه ده.

هغه زیاته کړه: «په منځني ختیځ‌ کې ثبات باید لومړیتوب ولري، او موږ باید د ځپلو ملګرو سره کار وکړو چې د شخړې شدت کم شي.‌ اوس یې وخت دی چې د تشدد نه ډډه وشي،‌ آرامي راشي او بیرته ديپلوماسۍ ته لاره هواره شي.»

د جرمني چانسلر فریدریش مرز وویل چې هیواد یې د ایران د آټومي پروګرام په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.‌ هغه وویل چې اسرائیل د خپل شتون څخه د دفاع حق لري او په اسرائیلو او ایران یې غږ وکړ چې د داسې اقداماتو څخه ډډه وکړي چې سیمه بې ثباته کولای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG