د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي‌ وايي اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې ۱۵ تنه وژلي


په لبنان کې چارواکي وايي چې اسرائیلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ، جنوري ۲۶ (سلواغې اووم) د لبنان په جنوب کې ۱۵ تنه وژلي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د لبنان د جنوب په سرحدي سیمو کې د بندیز له پای ته رسېدو سره د دې سیمې اوسیدونکي هڅه کوي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اوربند د توافق له مخې اسرائیل ځواکونه باید نن د لبنان له جنوب څخه وتلي وای، خو تل ابیب وايي د دوی ځواکونه ځکه په دې سیمه کې پاتې کېږي چې لبنان د اوربند شرایط نه دي عملي کړي.

د اسرائیل او د لبنان د حزب ‌الله ډلې ترمنځ د اوربند د توافق په اساس لبنان باید د دې هېواد له جنوب څخه د حزب‌الله وسله‌وال وباسي‌ او پر ځای یې لبناني ځواکونه سیمې ته راولي.

خو د لبنان پوځ چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن دی پر اسرائيل باندې تور لګولی چې د دې هېواد له جنوب څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې یې ځنډ کړی.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي‌ چې د اسرائيلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۸۳ تنه چې غوښتل یې د اسرائيل تر ولکې لاندې خپلو سیمو ته ستانه شي ټپیان شوي دي.

د اسرائيل پوځ ویلي‌ چې د دې هېواد ځواکونو په څوو هغو سیمو کې چې مشکوک کسانو غوښتل هغوی ته نږدې شي د ګواښونو د مخنیوي لپاره د خبردارۍ ډزې کړې.

د اسرائيل پوځ زیاته کړې ده په دې پېښه کې څو تنه چې د اسرائيل ځواکونو ته یې ګواښ متوجه کړی و نیول شوي هم دي.

د حزب ‌الله اړوند د المنار تلویزیوني شبکې د دې سیمې د اوسېدونکو ویډیوګانې نشر کړي دي چې د خپلو کورونو په لور روان و او یو شمېر یې د دې ډلې بیرغونه او د هغو جنګیالیو عکسونه له ځان سره لېږدول چې له اسرائيل سره په جنګ کې وژل شوي و.

د اسرائیل د پوځ ویاند وویل چې حزب‌الله غواړي د لبنان په جنوب کې وضعیت خراب کړي او د اسرائيل پوځ ډېر ژر د راستنېدونکو لبنانیانو لپاره د ستنېدو سیمې مشخصې کړي.

د حزب ‌الله ډلې پورې تړلي د لبنان د پارلمان یو غړي حسن فضل الله وویل چې لبنان د اوربند توافق ته ژمن دی خو اسرائيل د متحده ایالاتو په ملاتړ سره د دې توافق پر ضد عمل کوي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د حرب الله او اسرائیل ترمنځ د لنډ مهال لپاره د اوربند غځول ضروري دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG