د لاس رسي وړ اتصالات

ملانیا ټرمپ د ټکنالوژۍ له زیانونو نه د ماشومانو د خونديتوب لپاره نړیوال نوښت پیل کړ


د متحدو ایالتونو لومړۍ مېرمن، میلانیا ټرمپ
د متحدو ایالتونو لومړۍ مېرمن، میلانیا ټرمپ

د متحدو ایالتونو لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو ته دا پیغام ورکړ چې ماشومان باید د ډیجیټل او تکنالوژۍ د نړۍ د هغې دورې له زیانونو څخه چې په چټکۍ سره پرمختګ کوي، خوندي وساتل شي.

هغې د ماشومانو د ټکنالوژۍ د خونديتوب لپاره د یوه نړیوال نوښت اعلان وکړ.

ټاکل شوې چې د لومړۍ مېرمنې نوښت چې "راتلونکی په ګډه روزو" نومېږي، د راتلونکي کال په لومړیو کې په سپینې ماڼۍ کې پیل شي.

ملانیا ټرمپ وویل چې دا نړیوال نوښت به د ماشومانو د ښېګڼو په نظر کې نیولو سره د"زده کړې، نوښت، او ټکنالوژۍ" له لارې پرمخ یوسي.

هغې د نړۍ مشرانو ته وویل چې د ماشومانو تخیلي ځواک د ژوند په راتلونکو کلونو کې د لویو خلاقیتونو او نوښتونو بنسټ بلل کیږي.

هغې زیاته کړه چې د دغه نوښت ماموریت دا دی: "هر ماشوم ته دا چانس ورکړل شي چې د دیجیتل او تکنالوژۍ پدي دوران کې لا پرمختک وکړي. نوښت یو عالي شی دی. زموږ ملتونه له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي، د ژوند ژغورلو، د پوهې پراخېدو، د خلکو ترمنځ د اړیکو د جوړولو، او البته، د هغوی د خوندیتوب لپاره."

ملانیا ټرمپ وویل چې د هغې هدف دا دی چې د ټکنالوژۍ او زده‌کړې له لارې د ماشومانو پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي.

د دې نوښت غړي به د مختلفو حکومتونو د مشرانو مېرمنې یا لوړ پوړې استازې وي.

"یو ځای راتلونکی روزو" پلان به د ګډون کوونکو غړو لخوا د دوي د هېوادونو په کچه عملي کیږي.

لومړۍ مېرمنې وویل چې د نوښت لومړۍ ناسته به د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ برخه کې په سپینه ماڼۍ کې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG