د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مذاکرات؛ زیلینسکي ترکیې ته ورسېده خو پوتین نه شته


د روسیې او اوکراین ولسمشران
د روسیې او اوکراین ولسمشران

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (ثور۲۵) له روسیې سره د سولې د پېشنهاد شویو خبرو لپاره ترکیې ته ورسېده، خو د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه شته او په ځای یې یو روسی پلاوی تللی دی.

زیلینسکي، چې په هوايي ډګر کې خبرې کولې، وویل چې روسي پلاوی ډېر «زینتي» ښکاري.

دواړه لوري به په استانبول کې ملاقات کوي. د زیلینسکي یو مشاور ویلي چې هغه به یوازې له پوتین سره ګوري.

په دوحې کې له ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه د پوتین د حضور په اړه وپوښتل شو، هغه وویل: «زه چې نه یم، فکر نه کوم چې هغه (پوتین) ته امکان ولري ولاړ شي.» هغه زیاته کړه: «که څه وشول، زه به د جمعې په ورځ ولاړ شم. که مناسب و.»

پوتین د یکشنبې په ورځ په ترکیې کې له اوکراین سره د مخامخو خبرو وړاندیز وکړ.

د روسیې ولسمشر تر دې دمه د ۳۰ ورځو بشپړ اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG