د اوکراین چارواکو نن دوشنبه جون نهمه (جوزا۱۹) وویل چې روسیې د دوشنبې په شپه پرې د ۴۷۹ بې پیلوټه الوتکو او ۲۰ میزایلو هوايي بریدونه کړي چې په ۲۰۲۲ کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې تر ټولو لوی برید دي.
په دغو بریدونو کې د اوکراین په ختیځه برخه کې، د «دوبنو» هوايي اډه هم په نښه ښوې ده.
د روسیې پوځ وایي چې دا بریدونه د اوکراین د هغو بریدونو ځواب دی چې په کې د روسیې څو پوځي اډې په نښه شوې او یو شمېر الوتکې یې ویجاړې کړي.
په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه روانه ده، دواړو هېوادونو نن دوشنبه جنګي بندیان سره تبادله کړل.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزو شبکو کې ځینې تصویرونه او ویدیوګانې خپرې کړې او ویلي دي چې دا تبادله به په څو ورځو کې په څو پړاوونو کې ترسره شي.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ۱۰۰۰-۱۰۰۰ سرتېري به پرېښودل شي او خپلو کورنیو ته به ستانه شي.
روسیې او اوکراین په ترکیې کې په مستقیمو خبرو کې د بندیانو په تبادلې باندې توافق وکړ، متحده ایالتونه او ترکیه په مسکو او کیف باندې فشار راوړی چې اوربند وکړي.
فورم \ دبحث خونه