د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ټرمپ د نوي مهالت وروسته په نويو حملو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي


د اوکراین چارواکي وايي چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د روسیې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي او دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ماسکو ته د جګړې د ختمولو دپاره نوی مهلت اعلان کړ.

د سې شنبې د روځې تر ټولو خونړۍ برید د زپوریژیا په سیمه کې وشو چیري چې پر یوه زندان باندې هوايي برید وشو او په لړ کې یې لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول. اوکرایني چارواکي وايي چې پاتې مرګ ژوبله د دني پراپیتروفسک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په داسې حال کې چې د روسیې بریدونه ادامه لري، وویل چې هغه د روسیې دپاره مهلت چې هدف یې د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې پاته رسول او یوې موافقې ته رسیدل دي، د ۵۰ ورځو څخه راکښته کوي.

هغه چې د بریتانیا د لومړي وزیر کایر سټارمر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې برخه اخیستې وه، خبریالانو ته یې داسې وویل ،،. زه به نن یو نوی مهلت وټاکم چې موده به یې ۱۰ یا ۱۲ ورځې وي. د انتظار دپاره دلیل نسته. مونږ هیڅ پرمختګ نه وینو چې ترسره شوی دې وي.،،

په عین حال کې کریلمن د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پر غبرګون کې ویلي دي چې د هغه د نويو خبرو نه باخبره دي. د کریملین ویاند ډیمیتري پیسکاف خبریالانو ته وویل چې ،، ځانګړي عملیات ادامه لري. په عین حال کې مونږ د سولې پروسې ته ژمن یوو چې د اوکراین په شاوخوا کې شخړه حل شي او مونږ ددې پروسې په لړ کې د خپلو ګټو خوندي کولو ته متعهد یوو.،،

روسیه، چې د ۲۰۲۲ کال په فیبرورۍ کې یې پر اوکراین برید وکړ، خپلې جګړې ته د ځانګړو عملیاتو خطاب کوي.

د روان کال د جولای پر ۱۴ مې نېټې، ولسمشر ټرمپ روسیې ته ۵۰ ورځې مهلت ورکړ چې یوې هوکړې ته ورسږي او خبرداری یې وکړی چې که چیرې روسیه په دې کې پاتې راشي نو په نتیجه کې به یې امریکا پر روسیې باندې سختې سوداګریزې تعارفې وضع کړي.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي د اکس پر ټولنیزې شبکې باندې په یوه پوسټ کې د ټرمپ له خوا د نوي مهلت ټاکل یوه خورا زیاته با اهمیته بیانیه وببله او زیاته یې کړه چې ،، دا روسیه ده چې د سولې د هلو ځلو د کمزوري کولو دپاره هر څه کوي او جګړه اوږدوي. دوي هره شپه بریدونه کوي او روسیه په دوامداره توګه هڅه کوي چې اوکراین خوږ کړي.،،

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG