د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر پر ګن شمیر هیوادونو نوې تعارفې وضع کړې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر لسګونو هیوادونو نوي تعارفې وضع کړي او هدف یې دا دی چې د نړیوال تجارت په تعامل کې بدلون راولي. دغه تعارفې پر بیلابیلو هیوادونو وضع شوي او کچه یې د ۱۰ فیصدو څخه نیولې تر ۴۱ فیصدو پورې ده.

ټاکل شوې چې دغه تعارفې به رسما د اګست پر ۷ مه نیټه تطبیق شي. یواځي مکسیکو ته د ۹۰ ورځو مهلت ورکړل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ پرون د پنجشنبې په شپه د یوه اجرایوي فرمان په لاس لیک کولو سره ددغو تعارفو اعلان وکړ او په لړ کې به یې د مالیاتو کچه بدله شي او تقریبا پر ټولو هیوادونو به تاثیر وکړي. ولسمشر ټرمپ دغه اقدام په امریکا کې د دندو او تولیدي سکتور د ودې په موخه کوي.

د فرمان په ترڅ کې د ۶۶ هیوادونو، د اروپايي اتحاد د ۲۷ غړو هیوادونو، د تایوان، او د فالکلند پر وچو نوې تعارفه وضع شوي دي او پر هغو هیوادونو چې په لست کې شاملې نه دي، په اتوماتیک ډول ۱۰ فیصده تعارفې وضع کېږي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د ۳ ټریلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پر وارداتو به مالیات لوړ شي او دا به په امریکا کې د فابریکو کارونه رامنځ ته کړي، د بودیجې کسر به کم کړي او په نړۍ کې به د امریکا دپاره احترام زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ داسې وویل «مونږ نن څو موافقې وکړې چې د هیواد دپاره ډیرې ګټورې دي. تاسو پوهېږی مونږ د خپل هیواد دپاره په ټریلیونو ډالره ترلاسه کوو. دا زمونږ هیواد ډیر بډایه کوي او زمونږ د هیواد درناوی به بیا کېږي.»

ولسمشر ټرمپ د افریقا د وچې د لیسوټو پر هیواد د ۵۰ سلنې تعارفې ګواښ کړی و خو اوس به دغه هیواد ۱۵ سلنه تعارفه ورکوي. پر تایوان ۲۰ فیصده، پر پاکستان به ۱۹ فیصده او پر افغانستان ۱۵ فیصده تعارفه وضع شوې ده. دغه راز اسرایل، آیسلنډ، ناروې، فیجي، ګانا، ګیونا او اکوادور د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې پرې ۱۵ سلنه تعارفه وضع شوې ده. پر سوتزرلنډ باندې بیا ۳۹ سلنه تعارفه وضع شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG