د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په هند نوې تعرفه ولګوله او له پاکستان سره يې د یو نوي تړون خبر ورکړ


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

ولسمشر دونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې متحدو ایالتونو او پاکستان یوې تجارتي موافقې ته رسېدلي، چې په اساس به یې دواړه هېوادونه د پاکستان په زیرمو کې د تیلو د تولید لپاره ګډ کار کوي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ ناوخته د خپل ټروت سوشل په حساب کې ولیکل: «موږ تازه د پاکستان له هېواد سره یو تړون ته ورسېدوچې پاکستان او متحده ایالتونه به د خپلو تيلو د پراخو زیرمو د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.»

ولسمشر ټرمپ همدغه راز لیکلي دي: «موږ اوس د تیلو د یو شرکت د انتخاب پروسه پيل کړې چې دا شراکت مخې ته یوسي. څوک څه پوهېږي، شاید دوی یوه ورځ په هند باندې تیل وپلوري!»

د ولسمشر ټرمپ د ټروټ سوشل په پوست کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د دغه تړون په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي، خو په اسلام اباد کې مقاماتو ویلي دي چې په څو ورځو کې به یو تړون وشي.

متحدو ایالتونو او پاکستان تجارتي تړون ستایلی دی.

اسلام اباد ویلي دي چې تعرفې به کموي او پانګونه به زیاتوي، خو د پاکستان په صادراتو باندې یې د تعرفې اندازه نه ده مشخصه کړې.

د پاکستان د ماليې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا نوی تړون په اقتصادي همکارۍ کې د یو نوي باب پيل دی او په ځانګړي ډول د انرژۍ، د کانونو او منرالونو، معلوماتي تکنالوژۍ، سایبرسیکوریټي او نورو برخو کې.»

دا تړون تېره اونۍ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد اسحق دار ترمنځ له ملاقات وروسته کېږي.

په هندې د نوې تعرفې لګول

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له نوي ډهلي سره د واشنګټن تجارتي کسر او له روسیې څخه د تیلو اخیستلو ته په کتو، په هند باندې ۲۵فیصده نوې تعرفه ولګوله او ترڅنګ به یې هند اضافي جریمه هم ورکوي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې لیکلي دي چې چې دا نوې تعرفه به د جمعې په ورځ د اګست په لومړۍ نېټه پيل شي او زیاته کړې یې ده، چې دا د تجارت د عدم توازن، چې له ډېر وخت راهېسې موجود و، د لېرې کولو لپاره ډېر ضرور دی.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې «په داسې حال کې چې هند زموږ ملګری دی، موږ په تېرو څو کلونو کې له هغوی سره کم تجارت کړی، ځکه چې د هغوی تعرفې لوړې دي.»

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې د هند له لوري له روسیې څخه د تیلو او وسلو اخیستل په اوکراین کې جګړه روانه ساتلې او له همدې کبله هغه په هند باندې اضافي «جریمه» هم لګولې ده.

د هند حکومت ویلي دي چې د ټرمپ د تعرفي د پرېکړې په اړه خبر شوي او عواقب یې ارزوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG