د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین په کیف او اودیسه باندې بریدونه کړي


اوکراین وايي روسیې یې په مرکز او یو بل ښار باندې لوی هوايي بریدونه کړي
اوکراین وايي روسیې یې په مرکز او یو بل ښار باندې لوی هوايي بریدونه کړي

په اوکراین کې چارواکي وایي چې روسیې د سه شنبې په ورځ جون لسمه (جوزا۲۰) یې په مرکز کیف او اودیسه ښار باندې هوايي بریدونه کړي او لږ تر لږه درې کسان یې وژلي دي.


د اوکراین هوايي ځواک وايي چې په دغو بریدونو کې ۳۱۵ بې پیلوټه الوتکې [ډرونونه] او اوه میزایل کارول شوي دي.

د اودیسه د سیمې والي اولیه کیپر وویل چې روسیې دغلته کورونه او یو زېږنتون په نښه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت وویل چې «د اوکراین هوايي چلند، میزایل، زغروال موټرونه او بېړۍ جوړوونکي تاسیسات» یې وېشتلي دي.

دغه وزارت همدغه راز ويلي دي چې د اوکراین ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکي، چې په روسیې باندې د برید لپاره الوځول شوې وې، وېشتلې دي.

روسیې په اوکراین باندې لوی هوايي بریدونه پيل کړي او د دوشنبې په ورځ یې پرې د ۴۰۰ بې پيلوټه الوتکو بریدونه وکړل. دا جګړه داسې مهال روانه ده، چې د متحدو ایالتونو او ترکیې مشرانو په ګډون [د نورو هېوادونو مشرانو] دواړه هېوادونه هڅولي دي چې اوربند وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي، چې د روسیې بریدونه د هغو خلکو په ضد دي چې روسیه د سولې لپاره هڅوي.

نوموړي په ایکس کې په خپل حساب کې لیکلي دي چې «د دغو بریدونو او د روسیې نورو بریدونو په اړه چپ پاتې کېدل ځواب نه دی، بلکې قوي اقدام» یې ځواب دی.

زیلینسکي لیکلي دي: «د متحدو ایالتونو اقدام، چې دا قوت لري چې روسیه سولې ته مجبوره کړي، د اروپايي ټولنې اقدام، چې پرته له دې چې قوي واوسي، بل انتخاب نه لري، په نړۍ کې د نورو اقدام، چې د دپلوماسۍ او جګړې د ختمولو غوښتنه کوي- او هغوی چې روسیې له پامه غورځولي دي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG