د هيات التحرير الشام مشر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې غواړي سوريه د افغانستان په نسخه بدله کړي او وايي چې سوریایان د افغانستان د طالبانو په پرتله بل ډول فکر لري او سوريه به د خپل تاریخ او فرهنګ سره برابر حکومت ولري.
احمد الشعرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: "د سوریې او طالبانو ترمنځ ډېر توپیرونه شته او زمونږ د حکومت کولو طریقه هم توپیر لري."
هغه زیاته کړه: "افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده او سوریه په بشپړه توګه بل ډول ده او متفاوت فکر لري. د سوریې حکومتداري به د دې هیواد له تاریخ او کلتور سره سم وي."
الشرع د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سوریې په کلتور کې د ښځو حقونو او د ښځو تعلیم ته درناوی شامل دی، وویل چې د ښځو په تعلیم باور لري.
هغه د سوریې شمال لویدیځ ولایت ته په اشارې سره چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د یاغیانو په ولکه کې و، وویل: "موږ څه دپاسه اته کاله په ادلب کې پوهنتون لرو. زما په اند په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ څخه زیاته ده."
خو، شنونکي په دې باور دي چې په سوریه کې عمده یاغي ډله هیات التحریر الشام، د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د افغان طالبانو په څېر تګلاره خپله کړې ده.
د سوفان ګروپ د څیړنو مشر کولن کلارک امریکا غږ ته وویل چې د سوریې په اړه د امریکا پالیسي په افغانستان کې د هغوی د تجربو په اساس جوړه شوې ده. هغه وویل چې نړیوالې ټولنې ته د پیژندنې له درکه د طالبانو او هیت التحریر الشام ډلې ترمنځ "ډیر ورته والی" شته.
کلارک وویل، "عمل کول، زیات اعتدال او د افراطي جهادي فکرونو څخه فاصله نیول" هغه ځانګړتیاوې دي چې دا دواړه دلې یې نندارې ته وړاندې کوي. خو د کلارک په وینا عمده پوښتنه داده چې آیا هیات التحریر الشام به معتدل پاتې شي که نه.
په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې په انسټیټیوټ کې یو لوړپوړی کارپوه اسفندیار میر، امریکا غږ ته وویل چې هیات التحریر الشام "د سولې ورته پیغام" وړاندې کړی لکه طالبانو چې په ۲۰۲۱ کې د واک تر لاسه کولو وروسته وړاندې کړ.
میر وویل، "هغوی د سیمه ایز سیاست لپاره داسې موقف ونیو چې د سیمې هیوادونه [او نړیوال قدرتونه] د دوی پر ضد ونه هڅیږي."
خو، د واشنګټن ډي سي د ویلسن سنټر په ځیړنیز مرکز کې د منځني ختیځ د پروګرام مشره مریسا خرما وایي، دا ډېره ستونزمنه ده چې د سوریې یاغیان له طالبانو سره پرتله شي. هغې وویل: "په سوریې کې [یاغیانو] د یو ظالم رژیم څخه د سوریې خلکو آزاد کړل. په افغانستان کې، دا په اصل کې واک ته د یو ظالم رژیم بیرته راستنیدل وو."
د سوريې ياغيانو د حيات التحرير الشام په مشرۍ د نومبر په ٢٧مه نېټه په ادلب ولايت کې د سوريې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت د ځواکونو پر ضد تعرضي عمليات پیل کړل او د ۱۱ ورځو په ترڅ کې د څو ولایتونو له نیولو وروسته یې د سوریې پلازمینه دمشق هم ونیو.
د التحریر الشام مشر په دمشق کې له بي بي سي سره په مرکه کې پر سوریې د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم وکړه.
هغه وویل: "اوس وروسته له دې ټولو پیښو بندیزونه باید لرې شي، ځکه هغه پر پخواني رژیم لکیدلي وو باید له ظالم او قربانیانو سره یو ډول چلند ونه شي."
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه