د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بند کړی


په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بند کړي دي.

راپورونه وايي چې دا لړۍ د بلخ له ولایت څخه پیل شوې او په کندهار، ارزګان، هلمند، زابل او نیمروز کې هم دنوري فایبر انټرنټي خدمتونو د بندېدو خبرونه ورکړل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغان فعالانو د بغلان، غزني، پروان او هرات په ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنټ د فعالیتونو د بندیدو خبرونه ورکړي دي.

د بلخ ولایت د طالبانو ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي دي چې د هبت الله اخندزاد په لارښوونې یې په دغه ولایت کې دنوري فایبر انټرنټ بند کړی او هدف یې د «منکراتو مخنیوی» دی. په ایکس کې هغه ته په یو منسوب شوي حساب کې لیکل شوي دي: «دا اقدام د منکراتو د مخنیوي لپاره شوی او اړتیا ته په کتو به په هېواد کې دننه بدیله لاره ولټول شي.» هغه نه دي ویلي چې بدیله لاره به څه وي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده څه موده مخکې په کندهار کې د افغانستان د ځینو والیانو سره په یوې غونډې کې د نوري فایبر انټرنټي خدمت د بندېدو لارښوونه کړې وه. خو د طالبانو ویاند لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې له څو کلونو راهېسې د بانکونو، پاسپورټونو، تذکرو او ګمرکونو په ګډون د اکثریت ادارو چارې ډیجیټلي شوې وې او د نوري فایبر په انټرنټ باندې روانې وې.

د خبریالانو د حفاظت کمېټې د طالبانو د دغه اقدام په اړه ویلي دي چې د نوري فایبر انټرنټ باید په بلخ او نورو ولایتونو کې بېرټه ژر فعال شي چې افغانان «وای فای انټرنټ ولري او خبریالان خلکو ته معتبر خبرونه ورسولای» شي.

د دغې کمېټې سیمه ایز مشر بي لي يي ویلي دي: «د چټک انټرنټ بندول بیساری سانسور دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د خلکو او خبریالانو حق کمزوری کوي. طالبان باید د خپلو ځپلو لړۍ ودروي او انټرنټ، چې د خبرونو د ټولولو لپاره ضروري دی، له قید او شرط پرته بېرته فعال کړي.»

په تېر وخت کې په افغانستان کې د جمهوریت په وخت او هم د طالبانو حکومت د عاشورا او په ځینو نورو مناسبتي ورځو کې د «امنیتي دلایلو» له کبله انټرنټي خدمتونه بند کړي، خو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بندېږي، خو تر دې دمه د نورو مخابراتي شبکو انټرنټي خدمتونه روان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG