د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د مهاجرت په اړه په نړیوال سیاست کې د تغیرغوښتنه وکړه


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو مقام کریستوفر لانداو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په یوې څنډې کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه په نړیوالو سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه.

په دې غونډې کې چې عنوان یې و، «د کډوالۍ او پناه غوښتنې نړیوال نظام: څه ستونزه وه او څنګه یې باید حل کړو»، د کوسوفو، بنګله دېش، پاناما او لایبریا استازو هم ګډون کړی و.

کریستوفر لانداو مهاجرت د یوېشتمې پېړۍ یوه عمده ستونزه وبلله او د حل غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل: «دا یوازې د متحدو ایالتونو ستونزه نه ده. په ټولې نړۍ کې یې ګورو. نه وایم چې پناه غوښتونکي په رښتیا هم نه شته، اجازه راکړئ چې صفا خبره وکړم، که سلګونه زره جعلي پناه غوښتونکي ولرو، څه به پېښ شي او د اصلي پناه غوښتونکو سره به څه وشي؟ هغوی د یو لوی بیروکراتیک بهیر په منځ کې ورک کېږي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټېنګار وکړ، چې مهاجرت باید یوه ستونزه وپېژندل شي او دپلوماتانو ته یې وویل: «زما په فکر باید دا ومنو چې له دغو قوانینو څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي. موږ باید دا ومنو. فکر کوم د هر ډول زیان پېژندنې لپاره لومړی قدم د ستونزو منل دي.»

نوموړي زیاته کړه: «باید پرېکړه وکړو، چې څوک او د کومو شرایطو په اساس [د کډوال او پناه غوښتونکي] په توګه راتلای شي. دا د حاکمیت اساسي عنصر دی.» هغه د ملګرو ملتونو په ګډون مرسته رسوونکې ادارې د مهاجرت د ترویج او تسهیل عمده علتونه وبلل.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي، لانداو ته وویل چې متحده ایالتونه دې د ملګرو ملتونو سره په ګډه د «د پناه غوښتونکو د خوندي ساتنې» لپاره د حل لاره ولټوي.

هغه وویل: «پناه غوښتنه ډېر زوړ مفهموم دی. دا داسې کوم شی نه دی،چې موږ په تېرو ۸۰ کلونو کې اختراع کړې وي. پناه غوښتنه د ځای د بدلېدو جواز نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د روان کال د جون په څلورمه نېټه د یو اجرايي فرمان په اساس، امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د اتباعو په راتګ بندیز ولګوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG