ولسمشر دونالډ ټرمپ، لوړ پوړیو پوځي مشرانو او د ایوا ایالت مقاماتو د امریکا د ملي ګارد هغو دوو امریکايي سرتېرو او یو ملکي ژباړن د جسدونو د انتقال په مراسمو کې برخه واخیسته او هغوی ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وایي چې دا سرتېري د سوریې د پالمیرا په سیمه کې د داعش د یو وسله وال په برید کې وژل شوي وو. د دوی جسدونه نن پنجشنبه ډسمبر ۱۸مه د دیلاویر په ایالت کې د ډوفر هوايي پوځي اډې ته انتقال شول.
وژل شوي سرتېري ۲۵ کلن ادګر براین تورس-تووار او بل ۲۵ کلن ویلیم نتانیل هاوارد نومېږي. د دوی ملکي ژباړن اعیاد منصور ساکت نومېده، چې ۲۹ کلن و او د امریکا د مېشېګن ایالت اوسېدونکی و.
ولسمشر دونالډ ټرمپ، د جګړې وزیز پیټ هیګسیت او نورو لوړ پوړیو امریکايي مقاماتو د هغوی جسدونو ته درناوی وکړ. د جسدونو د انتقال د درناوي په مراسمو کې د ایوا ایالت سناتوران چک ګراسلي، جوني ایرنسټ او د دیلاویر سناتور کریس کوونس هم حاضر وو.
د وژل شویو سرتېرو د جسدونو له انتقال مخکې، ولسمشر د هغوی له کورنیو سره ولیدل. له هغې وروسته چې ولسمشر ټرمپ دویم ځلې واک ته رسېدلی، دا لومړی ځل دی چې وژل شویو سرتېرو د جسدونو د انتقال په مراسمو کې ګډون کوي. ټرمپ په خپلې لومړۍ دورې کې په دې ډول ګڼ شمېر مراسمو کې ګډون کړی و.
د ډوفر ښار په هوایي پوځي اډې کې د هغو سرتېرو جسدونو ته د احترام مراتب وړاندې کیږي چې د متحدو ایالتونو په دفاع کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
فورم \ دبحث خونه