د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هڅه کوو د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړو


د بګرام هوايي اډې کې امریکايي او نړیوال ځواکونه دېره وو.
د بګرام هوايي اډې کې امریکايي او نړیوال ځواکونه دېره وو.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايی چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړو.

ښاغلي ټرمپ نن پنجشنبه بریتانیا ته د خپل سفر په اختتام کې خبریالانو ته وویل: «په هر حال، موږ کوښښ کوو چې بیا یې [بګرام] تر لاسه کړو. دا به یو عاجل خبر وي... ځکه هغوی [طالبان] له موږ څخه شیان غواړي، موږ دا اډه [بګرام] بېرته غواړو. »

نوموړي پرته له دې چې په دې اړه نور معلومات ورکړي، وویل: «یو دلیل چې موږ دا اډه غواړو دا دی، چې تاسو پوهېږی چین له دې څخه یو ساعت لېرې خپلې اتومي وسلې جوړوي.»

د بګرام هوايي اډه، د کابل په ۴۴ کیلیومیترۍ کې ده، ۲۰ کاله د متحدو ایالتونو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د قوماندې مرکز و، د متحدو ایالتنو او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او طالب اورپکو په دغه هېواد کې بیا واک ترلاسه کړ.

ټرمپ د روان کال په لمړیو کې هم ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د بګرام اډه د «چین لاس ته» لویدلې ده.

هغه وویل که د ده په وخت کې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وتلي وای، هغه به «بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې د چین په خاطر» ساتله.

ټرمپ دا هم ویلي‌ وو چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، چین د بګرام هوايي اډه اخیستې ده، خو طالبانو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې په دې اړه یې له چین سره هېڅ ډول توافق نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ په څلورمه (سلواغه ۱۶) ویلي وو: «افغانستان یو ازاد هیواد دی، مستقل هیواد دی، د هیڅ هیواد سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره دې د هغوی په اختیار کې ورکړي. د بګرام هوايي ډګر دا افغانان چې څه دي دا ټول ددې شاهدان دي چې بګرام هوايي ډګر د افغانانو په لاس کې دی.»

د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و، خو امریکایي پوځیانو د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په میاشت کې ترې ووتل او هغه یې د افغانستان حکومت د دفاع وزارت ته وسپاره. طالبانو بیا د همدغه کال اګست په ۱۵مه نېټه د دغه ډګر کنترول ترلاسه کړ.

د بګرام هوايي ډګر له ۲۰۰۲ څخه نیولې تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د پوځ د هوايي ځواک د عملیاتو د سوق او ادارې مرکز و او د طالبانو په ګډون زرګونه بندیان په کې ساتل کېدل.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو دا پوځي اډه په ۱۹۸۰ میلادي کې جوړه کړې وه، چې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو لویه پوځي اډه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG