د لاس رسي وړ اتصالات

سکاتلنډ ته د ولسمشر ټرمپ د څلور ورځني سفر پای


ولسمشر ټرمپ سکاتلنډ ته خپل سفر پای ته ورسوه
ولسمشر ټرمپ سکاتلنډ ته خپل سفر پای ته ورسوه

ولسمشر ټرمپ سکاتلنډ ته خپل د بوختیا و نه ډک سفر د اروپايي اتحادیې سره د سوداګریز تړون، د غزې مرستو ته په پاملرنې او د روسیې لپاره د سولې د نوي ضرب‌ الاجل په ټاکلو سره پای ته ورسوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ خپل څلور ورځنی کاري سفر په سکاتلنډ کې پای ته ورساوه، چې په ترڅ کې یې له اروپايي اتحادیې سره د سوداګریزو شخړو د مخنیوي لپاره یو تړون هم لاسلیک او اعلان کړ. ددې ترڅنګ هغه څو نورو نړیوالو ستونزو ته هم پام واړوه.

ولسمشر ټرمپ او د اروپايي کمیسیون مشره اورسولا فن در لاین د یکشنبې په ورځ یو ابتدایي سوداګریز تړون اعلان کړ چې له مخې یې د اروپايي توکو لپاره ۱۵ سلنه تعرفې وضع شوې.

د دواړو خواو سوداګریزو شرکتونو دغه تړون وستایه، ځکه چې دا د سوداګریزې جګړې مخه نیسي.

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ او د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر موافقه وکړه چې په غزه کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې ژر تر ژره اړین خوراکي توکي او مرستې ور ورسول شي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې "هلته ډېر خلک وږي دي" او یادونه یې وکړه چې امریکا ۶۰ میلیونه ډالر مرسته کړې او "نور هېوادونه به هم اوس ګام پورته کوي".

په همدې ترڅ کې ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د روسیې لپاره پخواني ټاکل شوي ۵۰ ورځني ضرب‌الاجل موده کموي چې د اوکراین پر ضد جګړه کې اوربند موافقې ته ورسیږي.

ولسمشر وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه "ډېر ناامیده" دی، ځکه چې روسي پوځونه لا هم د اوکراین ښارونه په نښه کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې، ټرمپ روسیې ته ۵۰ ورځې وخت ورکړی و چې د اوربند تړون ته ورسیږي، او خبرداری یې ورکړی و چې که دا کار ونه شي، نو سختې تعرفې به وضع کړي.

سربېره پر دې، ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ د تایلنډ او کامبودیا ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلی وکړ، تر څو د پولو په سر ددوي نښتې پای ته ورسیږي.

ولسمشر د دواړو هېوادونو له مشرانو سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې "د اوربند یوې موافقې ته دې ورسیږي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG