د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ګمرکي تعرفو د امریکا سوداګریز کسر له نیمایي څخه ډېر کم کړی


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وایي چې د تعرفو لګولو په پایله کې د دې هېواد سوداګریز کسر له نیمایي څخه ډېر کم شوی او په نږدې راتلونکي کې به نور هم کم شي.

ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "وروستۍ خپرې شوې شمېرې ښیې چې تعرفو د متحدو ایالتونو سوداګریز کسر له نیمایي څخه ډېر کم کړی دی. دا له هغه څه ډېر دي چې له ما پرته، بل هرچا یې وړاندوینه کړې وه، او په نږدې راتلوونکي کې به نور هم قوي شي."

ټرمپ زیاته کړې: "ټول باید دعا وکړي چې د متحدو ایالتونو ستره محکمه د دې حکمت او ځیرکتیا ولري چې تعرفو ته اجازه ورکړي چې زموږ ملي امنیت او مالي ازادي وساتي! زموږ په وړاندې بد او له امریکا سره کرکه لرونکي ځواکونه شتون لري. موږ نشو کولای هغوی ته د بریا اجازه ورکړو."

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې ده د متحدو ایالتونو ستره محکمه د تعرفو لګولو په اړه او دا چې ایا قانوني بڼه لري او که نه، ډېر ژر یوه پرېکړه وکړي.

د ټرمپ د تعرفو په وړاندې، د ماشومانو د تعلیمي لوبو وسایلو یو شرکت او د الکولي مشروباتو یوه وارداتي شرکت، حقوقي دعوه کړې او ستره محکمه به فیصله وکړي چې ایا د متحدو ایالتونو د اساسي قانون په اساس ولسمشر د تعرفو لګولو قانوني صلاحیت لري او که نه.

د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په سپتمبر کې د دې هېواد د سوداګریز کسر کچه ۵۲.۸ میلیارد ډالرو ته ښکته شوی چې دا په تېرو پنځو کلونو کې ترټولو ټيټه کچه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG