متحدو ایالتونو ته د افغانستان او ایران په ګډون د ۱۲ هېوادونو د ګړو په راتګ د ولسمشر ټرمپ د بندیز فرمان نن دوشنبه جون نهمه (جوزا۱۹) نافذ شو.
ولسمشر ټرمپ د تېرې چهارشنبې په شپه دا فرمان لاسلیک کړ او ویي ویل چې د دغه فرمان هدف «د بهرنیو ترهګرو او د ملي امنیت او عامه مصونیت د ګواښونو څخه د امریکا حفاظت» دی.
د ولسمشر ټرمپ دا فرمان «په هغه فرد نه تطبیق کېږي چې متحدو ایالتونو ورته پناه ورکړې وي، هغه کډوال چې وار دمخه په متحدو ایالتونو کې قبول شوی وي او یا هغه فرد، چې د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر بشري او سپک کوونکو چال چلندونو ضد کنوانسیون په اساس، د نه شړل کېدو او حفاظت بهیر یې ځنډول شوی» وي.
همدغه راز په فرمان کې هغه افغانان هم شامل نه دي چې د مهاجرت د ځانکړې ویزې (SIV) په شرایطو برابر او مستحق دي.
د متحدو ایالتونو د دایمي اقامي (ګرین کارت) لرونکي افغانان هم په دغه فرمان کې مستثنی دي.
همدغه راز هغه کډوال او غیر کډوال هم په فرمان کې شامل نه دي، چې د دغه فرمان تر نافذ کېدو مخکې یې د متحدو ایالتونو ویزې ترلاسه کړې وي.
هغه لوبغاړي او د لوبو مسئولین هم د ولسمشر ټرمپ د فرمان په بندیز کې شامل نه دي، چې د نړیوالو سیالیو لپاره متحدو ایالتونو ته راځي.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا پرېکړه یې د خپلې ملي امنیت د ډلې له ارزونې وروسته کړې او په فرمان کې د افغانستان په اړه ویل شوي، چې د طالبانو حکومت «د پاسپورټونونو او مدني اسنادو د صدور لپاره یو وړ او همکار مرکزي ځواک (اداره) او د تفتیش او ارزونې مناسب اقدامات نه لري.»
د سفرونو د بندیز په فرمان کې افغانستان او ایران په ګډون برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن شامل دي،
دغه فرمان د دوشنبې په ورځ (د جون نهمه) د امریکا په وخت ۱۲ بجې عملي شو.
په دې سربېره د اوو نورو هېوادونو بروندي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، تاګو، ترکمنستان او ونزویلا په خلکو باندې د ویزو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي، چې په کې د تجارت، سیاحت او تحصیل ویزې هم شاملې دي.
فورم \ دبحث خونه