د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي او اروپایي چارواکو پر روسیې د نویو بندیزونو په تړاو غونډه کړې


د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بیسنټ
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بیسنټ

امریکایي او اروپایي چارواکو د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په اتمه ( د وږي یا سنبلې په ۱۷) پر روسیې د نویو بندیزونو په اړه غونډه کړې او ټاکل شوې بحثونه یې د سه شنبه هم دوام ومومي.

په داسې حال کې چې د امریکا حکومت پر اوکراین باندې د مسکو له خوا د ترټولو لوی هوايي برید وروسته په روسیه باندې د نورو بندیزونو په لګولو غور کوي، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وویل، "ټول انتخابونه پر میز دي".

بیسنټ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو چارو له استازي ډیویډ او سلیوان سره له لیدنې وروسته وکړه.

بیسنټ پر ایکس باندې په یوه پوسټ کې ولیکل "امریکا او اروپايي ټولنه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اهمیت موافق دي، او د امریکا د ولسمشر د سولې د خبرو اترو د ملاتړ د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه ټول انتخابونه په میز دي".

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه چمتو دی چې د روسیې د وروستیو بریدونو په ځواب کې د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو عملي کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاجا کالاس وویل چې روسیې د اونۍ په پای کې د اوکراین پر وړاندې خپل تر ټولو لوی هوايي برید ترسره کړ، چې څلور کسان یې ووژل او ۴۴ نور یې ټپیان کړل؛ او هغې وویل چې یوازینۍ لاره پاتې ده چې پر روسیې باندې "ډیر فشار" راوړل شي.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه چمتو دی چې په تیرو څو ورځو کې په اوکراین باندې د روسیې د لویو بریدونو په ځواب کې د متحده ایالاتو د بندیزونو دوهم پړاو پیل کړي، وویل: "هو، زه به یې پیل کړم."

د ټرمپ ادارې دا هم ویلي چې په هغو هیوادونو به د جزا ثانوي بندیزونه ولګول شي چې له روسي ارزانه تیل واردوي او مسکو یې د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره کاروي.

امریکا د روسیې د تیلو د اخیستلو لپاره پر هند او چین نیوکه کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ د اګست د څلورمې نیټې د ټویټ له مخې، د هند په صادراتو تعرفې دوه چنده شوې دي چې ۵۰ سلنې ته رسیدلي دي، ځکه چې هند د روسیې ډیر مقدار تیل اخلي او د "لوړې ګټې لپاره" په ازاد بازار کې د پیرودل شویو تیلو ډیره برخه بیا پلوري.

ټرمپ دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې اوکراین راپور ورکړ چې روسیې پر کیف داسې یو هوايي برید کړی چې باور کیږي درې نیم کاله دمخه د کیف په ضد د جګړې له پیل راهیسې ترټولو لوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې روسیې د یکشنبې په ورځ پر کیف څه باندې ۸۰۰ ډرونونه او ۱۳ توغندي ورولي دي، چې پکې څلور بالستیک توغندي هم شامل دي.

اوکرایني چارواکو وویل چې په بریدونو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي او له ۴۴ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG