د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۹ (جوزا ۲۹) په خپل ایکس کې لیکلې دي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ د شخړو د زیاتیدو له کبله په داسې پلانونو کار کوي چې د هغه امریکايي ملکي اتباعو سره مرسته وشي چې غواړي د اسرائیل څخه ووځي.
په دغه بیان کې د امریکا د حکومت د کارکوونکو او د هغوی د کورنیو څخه غوښتل شويدي چې تر بلې خبرتیا پورې دې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې «موږ به کله چې نوي معلومات ترلاسه کړو د امریکايي اتباعو ټولنې ته [د اسرائیل څخه] د وتلو د لارو چارو په اړه خبر ورکړو».
په یوه بیان کې چې په اسرائیل کې د امریکا د سفارت په ویبپانې خپور شوی دی په اسرائیل او لویدیځه غاړه کې امریکايي اتباع او دایمي اوسیدونکي هڅول شوي چې د بهرنیو چارو د وزارت د MyTravelGov سره ځان ثبت کړي چې د وضعیت په اړه تازه معلومات تر لاسه کړي.
د دغې اونۍ په پیل کې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټیمي بروس خبریالانو ته وویل چې امریکا د سیمې په هیوادونو کې خپلو اتباعو ته امنیتي خبرتیاوي خپرې کړې او ایران، اسرائیل او عراق ته یې د سفر په اړه یې یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی.
هغې خبریالانو ته د سه شنبې په ورځ وویل: «د تیرې اونۍ په جریان کې، موږ د دې لپاره چې امریکايي اتباع باخبره وساتو تر ۳۰ ډیرې امنیتي خبرتیاوي د سمیې په هیوادونو کې خپرې کړې دي او عراق او اسرائیل ته مو د سفر لارښوونې هم نوي کړیدي. موږ امریکايي اتباعو ته یادونه کړې ده چې اسرائیل او عراق ته دې سفر نه کوي او ایران ته خو دې په هیڅ صورت هم سفر نه کوي.»
اسرائیل د جون په ۱۳ نیټه د ایران په آتومي تاسیساتو باندې لوی برید وکړ او د هغې راهیسې دواړو هیوادونو په یو بل باندې بریدونو ته دوام ورکړی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل هغه په ایران باندې د امریکا د احتمالي بریدونو په اړه پریکړه نه ده کړې خو هرڅه چې وشي ایران نه شي کولای چې اټومي وسله ولري.
ټرمپ خبریالانو ته په سپینې ماڼۍ کې وویل چې هغه خپل فکر او خپل «اقدام په اړه نظرونه» لري او وروستۍ پریکړه به په وروستیو شیبه کې وکړي دا ځکه چې په جګرې کې وضعیت ډیر ژر تغیر غوري.
متحدو ایالتونو سیمې ته نور پوځي وسایط او تجهیزات استولي خو امریکا تر دې دمه یوازې د اسرائیل سره د ایراني میزایلو په وړاندې د دفاع په برخې کې مرسته کوي.
فورم \ دبحث خونه