د لاس رسي وړ اتصالات

میجر لیګ کرکټ سیالۍ؛ ځینې افغان لوبغاړي امریکا ته راغلي


تر دې دمه نوین الحق او نور احمد امریکا ته رسېدلي دي
تر دې دمه نوین الحق او نور احمد امریکا ته رسېدلي دي

افغان لوبغاړي نور احمد او نوین الحق متحدو ایالتونو ته رسیدلي چې د «میجر لیګ کرکټ»‌ په سیالیو کې به ولوبیږي.

نور د «تکساز سوپر کینګز» او نوین د «ممبۍ انډینز نیویارک» په لوبډلو کې لوبېږي.

د میجر لیګ لوبې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا۲۲) پیلیږي او تمه ده چې یو شمېر افغان لوبغاړي په کې ولوبیږي.

امریکا غږ ته معلومه شوې ده چې ځینې نور افغان لوبغاړي لا هم خپلو ویزو ته منتظر دي.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ د یو فرمان په ترڅ کې امریکا ته د افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د وګړو په راتګ له بندیز خو په لوبغاړي او د ورزش په مسئولین باندې بندیز نه دی لګول شوی.

راشد خان، ګلبدین نایب، فضل حق، عظمت الله او وقار نور هغه افغان لوبغاړي دي، چې د دغه لیګ سیالیو ته اخیستل شوي دي. راشد خان په تېرو دوو کالونو کې په دغه لیګ کې ولوبېده.

د «میجر لیګ کرکټ» تجارتي سیالۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې، شپږ لوبډلې او د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي په کې لوبېږي او هدف یې په متحدو ایالتونو کې کرکت ته وده ورکول دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره اونۍ یو فرمان لاسلیک کړ، چې په اساس یې د افغانستان، ایران برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن خلک امریکا ته سفر نه شي کولای.

دا فرمان، چې د دوشنبې په سهار نافذ شو، ځینې خلک یې له بندیز څخه مستثنی ښودل شوي، چې یوه ډله یې هغه لوبغاړي او د ورزش مسئولین دي، چې د نړیوالو سیالیو لپاره متحدو ایالتونو ته راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG