د لاس رسي وړ اتصالات

نړېوال شرکتونه،د عراق څخه ترکیې ته د نفتو صادرول بیا پیلوي


د عراق د باندنیو چارو وزیر فواد حسین
د عراق د باندنیو چارو وزیر فواد حسین

د عراق د بهرنیو چارو وزیر امریکا غږ ته ویلي چې ډېر هغه نړیوال شرکتونه چې په راتلونکو ورځو کې د عراق د شمالي کردستان سیمې څخه ترکیې ته له دوه کلن ځنډ وروسته د نفتو صادرول بېرته پیلوي، امریکایي شرکتونه دي.

د عراق مرکزي حکومت او د دې هیواد د کردانو خودمختار سیمه‌یز حکومت د پنجشنبې په ورځ د نفتو له نړیوالو شرکتونو سره یو هوکړه اعلان کړه ، چې له مخې به د کرکوک ښار څخه د ترکیې جیهان ښار ته د نفتو پایپ لاین بېرته فعاله شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هم د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې واشنګټن د دې هوکړې اسانتیا برابره کړې او د هغې هرکلی کوي.

له کرکوک څخه جیهان ته غځېدلې پایپ لاین د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې کله چې د عراق مرکزي حکومت د کرد سیمه‌یز حکومت پر وړاندې "منځګړې قضیه" وګټله بند و. د کردانو سیمه اییز حکومت له بغداد سره له خبرو پرته په خپلواکه بڼه نفت صادرول.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین، د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې نه بهر یوې خبري ناستې کې د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل چې اکثر نړیوال شرکتونه چې له کردستانه نفت استخراجوي، امریکایي شرکتونه دي.

د عراق او د امریکا حکومتونو د دغو شرکتونو نومونه په رسمي توګه نه دي اعلان کړي.

د عراق په کردستان کې د نړیوالو نفتو د تولیدوونکو شرکتونو یو ائتلاف چې د کردستان د نفتو صنعتي اتحادیه (APIKUR) نومېږي، هم د پنجشنبې په ورځ په ایکس پاڼې باندې په یوه اعلامیه کې د دې هوکړې هرکلی وکړ، خو دا یې نه دي ویلي چې د دوی له غړو څخه به څومره شرکتونه د دې هوکړې برخه وي.

پدې کې دوه په ټکساس کې د HKN Energy Ltd. او Hunt Oil شرکتونه شامل دي.

مارکو روبیو په خپلې اعلامیې کې ویلي: "دغه هوکړه به هم امریکاییانو او هم عراقیانو ته د پام وړ ګټې ورسوي."

کله چې امریکا غږ د دې ګټو په اړه پوښتنه وکړه، فواد حسین وویل: "اکثره (شرکتونه چې په دې هوکړه کې شامل دي) امریکایي دي. له همدې امله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پیل راهیسې په دې بهیر کې ښکېل و. موږ له امریکایي شرکتونو سره په تماس کې وو. ما په خپله، څو ځلي له دوی سره تلیفوني خبرې کړې، او ګڼ شمېر غونډو کي مې هم ورسره برخه اخیستې، زه خوشحاله یم چې موږ دا وروستۍ نتیجه ترلاسه کړه."

فواد حسین دا هم وویل چې د نفتو بهیر به یو یا دوه ورځو کې له پایپ لاین څخه بېرته پیل شي.

لوېدیځو رسنیو د عراقي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د پیل په مرحله کې به د نفتو صادروونکی بهیر په ورځ کې له ۱۸۰۰۰۰ څخه تر ۲۴۰۰۰۰ بېرلو پورې وي.

امریکا هڅې کوي چې د خپل ملګري هیواد عراق سره د نفتو تولید لوړ کړي، چې نړیوالو بازارونو ثبات وساتي، په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوي د ایران د نفتو صادرات صفر ته راکم کړي.

امریکا غواړي د ایران پر نفتو د بندیزونو پلي کېدل نور هم سخت کړي، چې تهران له خپلو "زیان رسوونکو فعالیتونو" څخه لاس واخلي.

کله چې امریکا غږ د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین څخه وپوښتل، چې ایا عراق ځان له ایران سره د نفتو په بازار کې سیال ګڼي؟ هغه وویل:

"موږ نفت صادروو. په حقیقت کې، موږ هره ورځ ۴.۳ میلیون بېرله نفت تولیدوو، او شاوخوا ۳.۳ میلیونه بېرله نفت صادروو. نو دا له ایران سره هیڅ تړاو نه لري. دا زموږ نفت دي، او موږ یې صادروو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG