د اسراییلو سره په وروستۍ جګړه کې د ایراني ځواکونو له خوا د کلسټر یا خوشيي مهماتو کارول د نړیوال بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ګڼل کیږي.
دا خبرې په لندن کې میشت د عفوی نړیوال سازمان په یو راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، کړې دي.
جګړه د جون په ۱۳مه شروع شوه، کله چې اسراییلو د ایران پر پوځي او اټومي تاسیساتو بمباري وکړه.
په ځواب کې، ایران د بالیستیک توغندیو بریدونه وکړل چې د تل ابیب، حیفا او نور ښارونو په شمول، د اسراییلو په ګڼ میشتو سیمو او استوګن ځایونو ولګېدې.
امنسټي انټرنشنل یا د عفوی نړیوال سازمان ویلي دي چې ایراني ځواکونو په بالیستیک توغندیو کې د کلسټر مهماتو سر ګلولې کارولې وي چې په نتیجه کې یې د اسراییلو ګڼ شمیر ملکي سیمو ته زیان رسیدلی دی.
د امنسټي انټرنشنل په وینا، د دې رپوټ ارزونه او تحلیل د عکسونو او ویډیوګانو پر بنسټ شوی دی.
ایریکا ګیووارا روزاس، د امنسټي انټرنشنل د څېړنې، سیاسي تګلارې او کمپاینونو مشرې داسې وویل: "کلسټر مهمات هیڅکله هم باید ونه کارول شي. ایراني ځواکونو د ملکي وګړو ژوند ته جدي ګواښونه پیښ کړل او دا د نړیوالو بشري حقونو په وړاندې د ایران واضح بې پروايي څرګندوي."
یادشوي سازمان وویل چې د داسې وسلو کارول چې ملکي وګړي ووژني یا ټپي کړي، یو جنګي جرم ګڼل کیږي.
د ایران او اسراییلو جګړه چې "د ۱۲ ورځنۍ جګړې" په نامه هم یادیږي د جون په ۲۴مه هغه وخت پای ته ورسېده کله چې د امریکا او قطر په منځګړتوب د اوربند موافقه وشوه.
فورم \ دبحث خونه