د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ او اروپايي هیوادونو تر منځ لومړنۍ سوداګریزه معامله


ولسمشر ټرمپ او د اروپايي کمیسیون مشره
ولسمشر ټرمپ او د اروپايي کمیسیون مشره

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اروپايي کمیسیون مشرې (اورزلا وان ډیر لاین) خپله لومړنۍ سوداګریزه معامله اعلان کړه چې پکې پر زیاتره اروپایي توکو باندې ۱ سلنه تعرفه وضع شوه.

د اتلانتیک دواړو غاړو ته فعاله شرکتونه د دې موافقې ستاینه کوي چې د سوداګرۍ د ډګر د روانو اختلافاتو مخه نیسي.

میرمن وان ډیر لاین، چې د اروپايي ټولنې د اجرایوي ادارې مشري کوي، د ولسمشر ټرمپ سره له میاشتو راهیسې د خبرو اترو نه وروسته د یکشنبې په ورځ په سکاټلینډ کې دې موافقې ته ورسیدله.

د تړون د ځانګړو شرایطو لاندې، اروپایي شرکتونه به د دریو کلونو په اوږدو کې د ۷۵۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د امریکا د انرژۍ محصولات او پوځي تجهیزات واخلي.

اروپایي اتحادیه به همدارنګه په امریکا کې د ۶۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت پانګونه هم وکړي.

دا د تعرفې هغه لوړه کچه نیمایي برخې ته راکموي چې پخوا یې خبرداری ورکړ شوی و.

د سوداګرۍ دا کچه د جاپان سره د تیره اونۍ د ۵۵۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د لاسلیک شوي تړون څخه هم لا لوړه ده چې د اروپایي هیوادونو ترمنځ اړیکې به هم لا پراخې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG