د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او اروپایي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیل


د ایران، اروپايي هیوادنو او ناتو بیرغونه
د ایران، اروپايي هیوادنو او ناتو بیرغونه

د ایران حکومت ویاند تایید کړې چې د جمعې په ورځ به د ترکیې په استانبول ښار کې د ایران او دریو اروپایي هېوادونو، جرمني، بریتانیا او فرانسې، ترمنځ مذاکرات له سره پیل شي.

دا خبرې اترې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هغه اروپایي متحدینو له‌خوا د غیر رسمي ضرب‌الاجل له اعلان وروسته کیږي چې په لړ کې یې ایران ته یې خبرداری ورکړل شوی چې که خبرې پایلې ونلري نو د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه به بېرته پر ولګول شي.

د ایران حکومت وایي دا خبرې به د بهرنیو چارو د وزیرانو د مرستیالانو په کچه ترسره شي، او د ایران له لوري به مجید تخت ‌روانچي او کاظم غریب ‌آبادي په کې ګډون ولري.

دا خبرې اترې د ایران او اسراییلو ترمنځ د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته لومړني مذاکرات ګڼل کیږي.

د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب اوربند ته ورسېده. په جګړه کې اسراییلو د ایران لسګونه لوړپوړي چارواکي ووژل او د حکومتي تأسیساتو په ګډون یې د ایران رسمي تلویزیون هم په نښه کړ.

د ولسمشر ټرمپ د دوهمې دورې د پیل راهیسې، نوموړي پر ایران فشار زیات کړی څو له اتومي وسلو لاس واخلي او خبرو ته حاضر شي. خو د ایران حکومت کله د وخت د ضایع کولو تاکتیک غوره کوی.

له هغه غیر رسمي ضرب‌الاجل څخه شاوخوا شپیته ورځې وروسته چې ټرمپ ایران ته ورکړی و، اسراییل پر ایران باندې پوځي عملیات پیل کړل او امریکایي پوځ هم د ولسمشر ټرمپ په امر د نطنز، فردو او اصفهان درې اټومي مرکزونه بمبارد کړل.

که څه هم تر اوربند وروسته ایران له امریکا سره د خبرو تمایل نه دی ښودلی، خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې دی د خبرو لپاره بیړه نه لري. نوموړي تېره اوونۍ په پنسلوانیا ایالت کې د اقتصاد او ټیکنالوژۍ د یوې غونډې پر مهال داسې وویل:

"ایران خبرو ته لېواله دی. موږ د دوی اټومي تاسیسات په بشپړه توګه له منځه وړي دي، اوس باید دوي هر څه له سره پیل کړي."

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی، که اړتیا پېښه شي، امریکا به یو ځل بیا د ایران اټومي تأسیسات په نښه کړي.

بله خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اروپایي متحدینو سره په ګډه ایران ته د یوه غیر رسمي ضرب‌الاجل په ترڅ کې ویلي چې که تفاهم و نه شي، نو زمونږ. گوته به پر ماشې وي او د بندیزونو "میکانېزم" به فعاله شي.

که څه هم ایران دا ګواښ رد کړی، خو د جمعې د ورځي د خبرو محور هم به همدا وي.

XS
SM
MD
LG