د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې پر خلاف د امریکا او اسرائیلو ګډ دریځ، او د ایران پر وړاندې د اسرائیلو راتلونکې تګلاره
یو شمیر هیوادونو په ملګرو ملتونو کې د اتیایمې عمومې اسامبلې نه مخکې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژندلو چې په هغو کې فرانسه او برتانیه هم شامل دي. اسراییل ددې په وړاندې سخت غبرګون څرګند کړ او دا یې د حماس تررستي ډلې دپاره یو انعام بللی دی.
د ایران په تړاو د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو د نوي کال یا ( روش هشانا) په درشل کې خبرې وکړې او ویې ویل چې، "راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي."
د امریکا غږ خبریال مایکل لیپین په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د اسراییل سفیر داني دانېن سره په همدې اړه مرکه کړې چې مهم ټکي یې لاندې لوستلای شئ.
امریکا غږ: په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني، دا پوښتنه راپورته شوې چې اسرائیل د دې بهیر د مخنیوي لپاره له امریکا سره څومره همغږي لري، او واشنګټن به ورته څومره ملاتړ برابر کړي؟
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر داني دانېن: "موږ له امریکا سره خپلې هڅې همغږې کوو. زه غواړم د امریکا له خوا راغلي سفیر مایک والټز ته د راتګ مبارکي ووایم. موږ له اوږدې مودې راهیسې د هغه په تمه وو. دا همغږي به هم په اسرائیل او هم په امریکا کې دوام ومومي. خو موږ به د دې تیاتري اقدام برخه نه یو. موږ به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تالار ته داخل نه شو او پدې نمایشي عمل کې به ګډون نه کوو."
امریکا غږ: بل لور ته، د ایران په اړه، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو تازه څرګندونې کړې دي. هغه د یهودي نوي کال په مناسبت د دفاعي ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره په ناسته کې ویلي چې په راتلونکي کال کې اسرائیل باید د ایران د مقاومت محور له منځه یوسي. نو پوښتنه دا ده چې اسرائیل به د دې "ایراني محور" کومو برخو ته پام وکړي، او دا هدف څنګه ترلاسه کوي؟
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر داني دانېن: "موږ د ایران پر ضد په تېر ۱۲ ورځني جګړه کې ډېر څه ترلاسه کړل. زما په اند، د امریکا د ملاتړ له کبله، موږ دا یوه ستره بریا بللی شو. اوس یو ځل بیا بندیزونه عملي شوي دي، او هیله ده چې ایران دا درک کړي چې اوس پر دوي پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې کومه لاره نیسي."
نوموړي زیاته کړه، که ایران پخواني تګلارې ته ستون شي، نو لوېدیځ به د اسرائیلو ترڅنګ ودریږي. خو موږ هیله لرو چې هغوی به خپله لاره بدله کړي، او دا به درک کړي چې باید د خپلو خلکو پر ژوند تمرکز وکړي، نه دا چې یو اټومي ګواښ رامنځته کړي."
فورم \ دبحث خونه