د امریکا د باندنیو چارو وزیر، مارکو روبیو وايي چې متحده ایالات په سوریه کې د شخړو د زیاتیدو په اړه "ډیر اندیښمن" دي.
د اسراییلو جنګي الوتکو وروسته له هغه په دمشق کې د دفاع وزارت په نښه کړ چې د سوریې حکومتي ځواکونو په هیواد کې د ډروز اقلیت باندې برید وکړ، کوم چې اسراییل یې خپل متحد ګڼي.
روبیو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته د نښتو په اړه وویل:
"ما یوازې د تیلفون له لارې له ښکیلو خواوو سره خبرې وکړې، او موږ په دې اړه ډیر اندیښمن یو."
هغه زیاته کړه: "موږ غواړو چې جګړه ودرول شي ځکه چې موږ اوربند ته ورسیدو او بیا یې سرغړونه وشوه. نو موږ د دې په اړه له دواړو خواوو، ټولو ښکیلو خواوو سره خبرې کوو او هیله لرو چې یوې پایلې ته ورسیږو."
څو ساعته مخکې، د اسراییلو جنګي الوتکو د سوریې د دفاع وزارت مرکزي دفتر په نښه کړ، چې تاوان یې واړوه، او د سوریې په پلازمینه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې یو بل هدف هم وویشتل شو.
بل پلو، بنیامین نتانیاهو، د اسرائیلو صدراعظم، په یوه ویډیويي پیغام کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور شو، ویلي:
"د اسراییلو ځواکونه هڅه کوي چې خپل د دروز اقلیت ورونه وژغوري او د رژیم ډلې له منځه یوسي."
د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ځواکونو، چې یو وخت سني جهادي و او د تیر کال په دسمبر میاشت کې یې له دیکتاتور بشار الاسد څخه واک واخیست، د دوشنبې په ورځ د محلي سني بادیه نشینې قبیلې او دروزی ملیشو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د جنوبي دروز سیمې، سویدا، ته واستول شول.
له هغه وخته راهیسې، د سني حکومت ځواکونو د "دروز" پر اقلیت ډلې چې یو مذهبي اسلامي اقلیت دی او له اسراییلي دروزی ټولنو سره کورنۍ اړیکې لري، باندې بریدونه کوي.
په وروستیو ورځو کې اسراییلو د سوریې د سویدا ښار پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي څو هغوی له سیمې ووځي او د دروز خلکو ساتنه وکړي.
د ولسمشر الشرع دفتر د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي: "موږ په سویدا کې د خپلو خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی غندو او ژمن یو چې عاملین یې حساب ورکړي".
تام باراک، د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د سوریې د ولسمشرله پیغام سره په ځواب کې ولیکل: "دا یو پیاوړی بیان دی. باید عملي ګامونه واخیستل شي چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، حساب و کتاب او د ټولو سوریایانو ساتنه وشي."
هغه وړاندې هم یوې بلې لیکنې کې ویلي و: "متحده ایالات په ښکاره توګه په سویدا کې د ملکیانو پر ضد تاوتریخوالی غندي. دا باید سملاسي ودرول شي."
فورم \ دبحث خونه