د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین تر منځ د سرمشریزې لپاره ترتیبات روان دي.
دواړه مشران به سبا جمعه د امریکا په الاسکا ایالت کې ګوري او دا لیدنه به په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسولو پر هلو ځلو متمرکزه وي.
ټرمپ دا لیدنه د "وضیعت معلومولو غونډه" بللې ده چې هدف یې د مسکو هڅول دي چې په اوکراین کې د اوربند سره موافقه وکړي.
په داسې حال کې چې د اوکراین پر ښارونو د روسیې بریدونه دوام لري، ولسمشر ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې دا جګړه باید ختمه شي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې هدف دا دی چې "له غونډې څخه په دې درک سره راووځو چې څنګه کولی شو دا جګړه پای ته ورسوو".
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل که دا مقدماتي خبرې په ښه توګه وشي، کیدای شي دوهمه غونډه هم وشي چې د اوکراین ولسمشر، ولادمیر زیلینسکي به هم په کې برخه ولري.
هغه زیاته کړه،
"زه غواړم چې له ولسمشر پوتین سره ووینم، او بیا له هغې وروسته، زه به نورو مشرانو او ولسمشر زیلینسکي ته زنګ ووهم، زه به ولسمشر زیلینسکي سره خبرې وکړم. ډیر ښه چانس شته دی چې موږ دویمه غونډه ولرو چې د لومړۍ په پرتله به ګټوره وي، ځکه چې لومړی غونډه به پدې وي چې موږ چیرته یو او څه کوو. دا د بایډن جګړه ده، دا زما جګړه نه ده. او دا باید هیڅکله نه وای پیښ شوي. خو دا هغه څه دي چې اوس ورسره مخ یو. زه دلته یم چې دا سم کړم، تیره اونۍ ۷،۲۱۳کسان ووژل شول، چې ډیری یې سرتیري وو. خو په ښارونو کې توغندي هم توغول کیږي چې د اوضاع د ښه کیدو سره مرسته نه کوي. ډیری وژل شوي سرتیري دي، اوکرایني او روسي، نه امریکایي سرتیري، خو تاسو پوهیږئ که د ډیرو خلکو ژوند وژغورو، نو دا ښه خبره ده. ما په تیرو شپږو میاشتو کې د پنځو جګړو مخنیوی وکړ اوسربیره پردې، موږ د ایران اټومي وړتیا هم له منځه یوړه."
ولادمیر زیلینسکی د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ او اروپایي مشرانو سره له یوې مجازي غونډې وروسته وویل چې د جمعې په ناسته کې "یو اوربند باید لومړيتوب" ولري.
فورم \ دبحث خونه