زما ګرانو امریکاییانو،
زه د چارلي کرک د ظالمانه وژنې له امله، چې دا پېښه د یوتا په یوه پوهنتون کې وشوه، د ژور غم او غوسې احساس کوم. چارلي میلیونونو کسانو ته الهام وربخښلی و، او نن شپه، هر څوک چې هغه له نږدې پیژني او ورسره مینه لري ، ټول د ټکان نه ډک د حیرانتیا احساس لري.
چارلي یو ریښتینی وطنپال و، چې خپل ژوند یې د ازاد بحث د ارزښت او خپل هېواد، متحدو ایالتونو ته، چې خورا زیاته مینه یې ورسره لرله وقف کړی و.
هغه د ازادۍ، دموکراسۍ، عدالت او د امریکایي ولس لپاره مبارزه وکړه. هغه د حق او ازادۍ شهید دی، او د ځوان نسل لهخوا بل هیڅ چا ته هم دومره درناوی نه و شوی لکه هغه ته چې وشو.
چارلي یو ژور دینداره کس و، او دا مونږ ته تسلیت او صبر بخښي چې پوهیږو هغه اوس د خدای په حضور کې، هوسا او په جنت کې دی. زموږ دعاوې د هغه له مېرمنې اریکا، د هغه له دوو ګرانو کوچنیانو، او د هغه له ټولې کورنۍ سره دي، هغه کورنۍ چې هغه تر هر څه زیاته مینه ورسره لرله. موږ له خدایه غواړو چې په دې دردناکه او غمجنه شیبه کې، هغوی پخپل پام او امان کې وساتي.
دا د امریکا لپاره یوه تیاره شپه ده. چارلي کرک په ټول هېواد کې سفر کاوه، او له هر چا سره یې، چې د صادقانه او سالم بحث لېوالتیا یې لرله، په خوشحالۍ سره خبرې کولې. د هغه ماموریت دا و چې ځوان نسل سیاسي بهیر ته راوبولي هغه دنده چې هغه تر بل هر چا غوره ترسره کړه تر څو د وطن سره خپله مینه شریکه کړي، او د عقل او منطق ساده بحث او خبرې خپرې کړي.
په پوهنتونونو کې، هغه خپل لیدلوری په زړورتیا، منطق، طنز او عزت سره وړاندې کول. ددې وخت خو لا پخوا تیر شوی و چې ټول امریکایان، او رسنۍ باید دا حقیقت ومني چې تاوتریخوالی او وژنې هغه غمجنه پایله ده، چې د نظر مخالفو کسانو تر منخ د کرکجنو نومونو او شیطاني انځورونو په ورکولو رامنځته کېږي. دغه حالت ورځ تر بلې، کال په کال، د کرکې او سپکاوي په زیاتیدو لا شدید شوی.
کلونه کېږي چې د افراطي کیڼ اړخ لوري کسان، داسې غوره امریکایان لکه چارلي، له نازیانو، قاتلانو، او تر ټولو بدو جنایتکارانو سره پرتله کوي. دا ډول بیانونه او کړنې د هغه ترهګرۍ چې نن یې موږ په خپل هېواد کې وینو، مستقیم لامل ګڼل کیږي او دا باید سمدلاسه په ټپه ودرېږي.
زما اداره به هر هغه څوک پیدا او تعقیب کړي، چې د دې ظالمانه عمل یا د بل هر سیاسي تاوتریخوالي برخه وي، پدې کې هغه سازمانونه هم شامل دي چې دا بریدونه یې تمویل او ملاتړ کړي دي، همداراز هغه کسان چې زموږ قاضیان، قانون پلي کوونکي، او نور هغه چارواکي چې نظم ساتي، هدف ګرځوي.
تیر کال د پنسلوانیا ایالت په بټلرنومي ښار کې زما پر ژوند د برید له پیښې چې یو پلار او د یوې میرمنې د ژوند ملګری پکې ووژل شو، نیولې، تر هغو بریدونو پورې چې د مهاجرت او ګمرکاتو د چارو پر مامورانو، د روغتیايي بیمې د یوه شرکت پر یوه اجرائیه رئیس او د استازو جرګې د اکثریت مشر سټیو سکالیز او نورو دریو کسانو پر وړاندې شوي دي، افراطي چپ اړخي سیاسي تاوتریخوالي ډېرو بېګناه کسانو ته زیان رسولی او د ژوند حق یې ترې اخیستی دی.
نن شپه زه له ټولو امریکایانو غواړم چې ځانونه هغو ارزښتونو ته ژمن وښيي، چې چارلي کرک د هماغه ارزښتونو دپاره ژوند وکړ او ژوند یې ورته قربان کړ، د بیان ازادي، د هیواد تابعیت، د قانون واکمني، او د خدای او وطن سره مينه.
چارلي د امریکا غوره څېره وه، او هغه شیطان چې پر هغه یې برید وکړ، زموږ پر ټول هېواد یې برید وکړ.
یوه وژونکي هڅه وکړه چې چارلي چوپ کړي، خو ناکامه شو ځکه موږ به په ګډه ډاډ ترلاسه کړو چې د چارلي غږ، پیغام او میراث د راتلونکو نسلونو لپاره ژوندی وساتل شي.
نن، د دې ظالمانه برید له امله، د چارلي غږ تر بل هر وخت اوچت او ځواکمن شوی دی او لا به پسې پیاوړی شي.
خدای دې هغه وبخښي او یادونه دې یې تل پاتې او ژوندي وي، خدای دې د هغه کورنۍ پخپل امان کې وساتي، او خدای دې د امریکا متحدو ایالتونو ته خیر او برکت په نصیب کړي.
فورم \ دبحث خونه