ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ترکيې د مشر رجب طیب اردوغان دپاره میلمستیا برابره کړې ده. دا پداسې حال کې ده چې ترکیه د جنګي الوتکو د خرڅلاو په تړاو د بندیز د لرې کولو غوښتنه کوي.
ولسمشر ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې، د ناټو د غړي هېواد ترکیې سره د جنګي الوتکو د خرڅلاو معامله وروسته له هغه چې انقرې له روسیې څخه د هوايي دفاع یو سیستم واخیست، بنده کړه. ترکیه غواړي چې له امریکا څخه د"اف-۳۵" ډوله پرمختللې جنګي الوتکې واخلي.
د اردوغان له سفر نه وړاندې، ټرمپ اشاره کړې چې ددې معاملې پر توافق کار روان دی.
ولسمشر د ټروت سوشل په شبکې کې په یو پوسټ کې ولیکل:
"موږ له ولسمشر سره پر ډېرو سوداګریزو او نظامي موافقو کار کوو، چې پکې د بوینګ الوتکو لوی پیر، د "اف-۱۶" لوی تړون، او د "اف-۳۵" ډوله الوتکو په تړاو د خبرو دوام پکې شامل دي، چې تمه ده مثبتې نتیجې ته ورسېږي. ولسمشر اردوغان او ما تل ډېرې ښې اړیکې لرلې دي. زه په ۲۵مه نېټه د هغه لېدو ته خوشاله یم!"
دا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د اردوغان لومړی سفر دی چې سپینې ماڼۍ ته یې کوي.
د اونۍ په پیل کې، د ترکیې ولسمشر له نورو عربو او مسلمان هېوادونو له مشرانو سره یو ځای په نیویارک کې د ټرمپ په کوربتوب یوه غونډه کې ګډون وکړ.
پدې غونډه کې په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د شخړې د ختمولو پر هڅو بحث وشو.
د اسرائیل سره د ترکیې د اړیکو ترینګلتیا هم په هغو مسلو کې شامله ده چې تمه کېږي د پنجشنبې د ورځې د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ورباندې خبرې وشي.
ترکیه د تېر کال راهیسې، چې د سوریې پخوانی مشر بشار الاسد له واکه لېرې شو، د سوریې له نوې موقتي ادارې سره د اصلي متحدینو څخه یو ګڼل کیږي.
ولسمشر ټرمپ سږ کال په ریاض کې د سوریې د موقتې ادارې له مشر احمد الشرع سره هم وکتل، او له هغه وروسته امریکا د سوریې پر ضد یو شمېر بندیزونه هم تر پخوا نرم کړل.
فورم \ دبحث خونه