د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه روسیې ته: د اروپا هوایي حریم مه نقضوئ


ه ملګرو ملتونو د متحده ایالاتو سفیر، مایک والتز
ه ملګرو ملتونو د متحده ایالاتو سفیر، مایک والتز

په ملګرو ملتونو د متحده ایالاتو سفیر، مایک والتز، روسیه هڅولې چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو هوایي حریم نقض کول بند کړي او له دې ډډه وکړي چې د اوکراین جګړه پراخه شي.

والتز چې د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ایالاتو د سفیر په توګه وفادارۍ لوړه وکړه، روسیه یې د استونیا د هوایي حریم په نقض چې د ناټو غړی دی، تورنه کړه،.

د راپورونو له مخې، درې روسي پوځي الوتکې د سپتمبر پر ۱۹ د استونیا هوایي حریم ته داخلې شوې او تر ۲۴ کیلومترو پورې د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ ته نژدې شوې.

والتز همداراز د سپتمبر د ۱۲مې پېښې ته اشاره وکړه، چې پکې یوه روسۍ بې‌پیلوټه الوتکه د پولنډ هوایي حریم ته ننوتې وه او د ناټو الوتکو لخوا وویشتل شوه.

د متحده ایالاتو سفیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې د غونډې (د سپتمبر ۲۲مې) پر مهال د روسیې له خوا د استونیا د هوایي حریم د نقض په اړه وویل چې متحده ایالات د خپلو متحدینو له خاورې څخه د دفاع ژمنه کوي.

والتز زیاته کړه: "زه غواړم له دې لومړي فرصت څخه استفاده وکړم او یو ځل بیا ټینګار کړم چې متحده ایالتونه او زموږ متحدین به د ناټو له هر انچ خاورې څخه دفاع وکړي. روسیه باید سمدلاسه دا ډول خطرناکه چلندونه بند کړي."

مایک والتز ویلي، سره له دې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د روسیې-اوکراین د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز کړی، تمه ده چې روسیه باید داسې لارې ولټوي چې کړکېچ کم کړي، نه دا چې د جګړې پراخېدو ته زمینه برابره کړي.

سفیر والتز وویل چې د استونیا او پولنډ د هوایي حریم نقض دا تصور رامنځته کوي چې یا خو روسیه د کړکېچونو د زیاتولو هڅه کوي تر څو نور هېوادونه هم پخپلې جګړې کې ښکېل کړي، او یا هم پر هغو کسانو بشپړ کنټرول نه لري چې دا جنګي او بې‌پیلوټه الوتکې الوزوي.

والتز وویل، په داسې حال کې چې "روسیه یو اتومي ځواک دی چې نړیوال لاس‌رسی لري"، نو هر یو له دې دوو سناریوګانو څخه "ډېر د اندېښنې وړ" دي.

ولسمشر ترمپ د اګست په ۱۵مه، د الاسکا په ایالت کې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین، سره ولیدل، او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې خبرې وشوې. دواړو مشرانو دا خبرې "مثبتې" وبللې.

ترمپ همداراز د اګست پر ۱۸مه د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل، او هغوی ته یې د پوتین سره د خپلو خبرو جزیات شریک کړل.

هغوی د جګړې د پای ته رسولو او اوکراین ته د امنیتي تضمینونو د ورکولو په اړه هم بحث وکړ.

ترمپ دا هم ویلي چې دی به هڅه وکړي چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو، پوتین او ولادیمیر زیلینسکي، تر منځ مخامخ لیدنه جوړه کړي، څو خپلې ستونزې حل کړي، خو تر اوسه داسې لیدنه نه ده شوې.

د متحده ایالاتو سفیر د ولسمشر ترمپ څرګندونې تایید کړې او له روسیې یې وغوښتل چې د جګړې د ختمولو په هدف له اوکراین سره مستقیمو خبرو ته کښېني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG