د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل چې روپرت مورداک او زوی یې لاکلن مورداک د ټیک ټاک د ټولنیزې شبکې د پانګوالو په ډلې کې شامل کېدای شي.
ټرمپ تېره اونۍ اعلان وکړ چې د چین له ولسشمر شي جینپینګ سره یې د ټیک ټاک په اړه یې یوه معامله نهايي کړې ده، چې د پانګوالو یوې ډلې ته اجازه ورکوي په متحدو ایالتونو کې د دغې شبکې عملیات په خپل کنټرول کې واخلي.
ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې په ټیک ټاک کې د اوراکل د شرکت د عامل لري الیسن د ونډې اخیستو په اړه موافق دی.
اوراکل له کال ۲۰۲۰ څخه راپدیخوا، له ټیک ټاک سره مشارکت لري او له هماغه وخت راهېسې د امریکایي کاروونکو اطلاعات زېرمه کوي.
د ولسمشر ټرمپ په لومړي دور کې اوراکل د لږ وخت لپاره موافقه وکړه چې د ټیک ټاک مالکیت ترلاسه کړي، خو دا معامله خرابه شوه.
نور امریکايي شرکتونه، چې ټاکل شوې په ټیک ټاک کې ونډوال وي، د انډرسن هورو ویتز او سیلو لیک شرکتونه دي، چې په متحدو ایالتونو کې د تکنالوژۍ د بېلا بېلو برخو پانګوال دي.
د سپنیې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د ټیک ټاک معامله لاسلیک شي.
لیویت وویل: «سل په سلو کې ډاډه یو چې دا معامله نهايي کېږي. اوس دا معامله باید لاسلیک شي او د ولسمشر [ټرمپ] ټیم له خپلو چینايي هم انډولو سره پرې کار کوي.»
په متحدو ایالتونو کې ۱۷۰ میلیون خلک د ټیک ټاک شبکه کاروي او واشنګټن ویلي دي، که ټیک ټاک غواړي په دغه هېواد کې فعالیت ولري، باید ملکیت یې له چینایي شرکت بایټ ډانس څخه کوم امریکايي شرکت ته انتقال شي.
فورم \ دبحث خونه