د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په اتیایمې عمومي غونډې کې وینا کوي. په دغې غونډې کې به د مصنوعي ځېرکتیا، اقتصاد، د جګړو د ختمولو او په خاص ډول د اوکراین د جګړې او نورو مسائیلو په اړه خبرې کېږي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په داسې حال کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو اتیایمه غونډه پرانیزي، چې په وار وار یې د دغه سازمان په فعالیتونو انتقاد کړی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د دغې غونډې په درشل کې د دغه سازمان د فعالیتونو ننګه کړې ده.
ګوتېرش نن دوشنبه وویل: «اتیا کاله د جګړو مخنیوي، د ماشومانو تعلیم، د ناروغیو درملنه او د ژوندونو ژغورلو وښوده، چې که موږ په متحد ډول د یو بل تر څنګ ودرېږو، هر څه او په هرځای کې ممکن دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې مارکو روبیو به د سپتمبر له ۲۲ څخه تر ۲۵ پورې د امریکا د ولسمشر تر څنګ د «سولې، استقلال او ازادۍ په ګډون د امریکايي ارزښتونو» «ترویج ته لومړیتوب» ورکوي.
د وزارت په بیانیې کې راغلي دي چې وزیر مارکو روبیو به له دغې اونۍ څخه د یو فرصت په توګه کار واخلي او «اساساتو ته د ملګرو ملتونو د بیا ورګرځېدو د اړتیا، د سولې د ترویج لپاره د یوې اغیزناکې وسیلې په توګه خپل اصل ته د دغه سازمان د بیا ورګرځولو» او مخربو افکارو د ترویج د مخنیوي لپاره کار واخلي.
د ملګرو ملتونو په دغې غونډې کې یوه بله مهمه مسئله د فلسطین لپاره د «دوو هېوادونو حل» لاره ده. بریتانیا، کاناډا او پرتګال ویلي وو چې فلسطین دولت به په رسمیت وپېژنده. فرانسې هم ویلي دي چې په رسمیت به یې وپېژني.
متحدو ایالتونو د فلسطین په اړه د فرانسې او سعودي عربستان په مشرۍ غونډې سره مخالفت کړی او ژمنه یې کړې ده چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ « د جګړې د ختمولو او د دایمي سولې د تامین لپاره به رښتینې نړیوالې هڅې روانې» ساتي.
متحدو ایالتونو او اسرائيل ویلي دي، چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د حماس د ترهګرې ډلې لپاره یوه جایزه ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې یې په اسرائیل برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل، چې یو شمېر لا هم په غزې کې له حماس سره دي.
د غونډې بله عمده موضوع د اوکراین جګړه ده، ولسمشر ټرمپ د دغې جګړې د ختمولو ژمنه کړې ده. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې په دې اونۍ کې به د نړۍ له یو شمېر مشرانو وویني. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دغې غونډې کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.
د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع هم د ملګرو ملتونو په دې غونډې کې ګډون کوي، په تېرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د سوریې یو مشر د ملګرو ملتونو په داسې غونډې کې ګډون کوي.
فورم \ دبحث خونه