تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ماسپښین د یو پرېکړه لیک په مسودې باندې رایه ورکړي چې د شپږو نورو میاشتو لپاره، د ۲۰۲۶ کال د اپریل تر ۱۸مې نېټې پورې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون تمدید شي.
چین او روسیې د فرانسې، جرمني او بریتانیا د پرېکړې په غبرګون کې دا مسوده وړاندې کړې. دغو دریو اروپايي هیوادونو په ایران باندې د بندیزونو د بیا پيل لپاره د ماشي میکانیزم د بیا فعال کېدو وړاندیز کړی.
دوی غواړي په ایران باندې بیا هغه نړیوال بندیزونه ولګول شي، چې د ۲۰۱۵ کال د هوکړې او ۲۲۳۱ پرېکړه لیک په اساس لېري شوي وو.
که دا مسوده تصویب شي، د بندیزونو د بېرته فعالېدو بهیر به، چې د سپتمبر په ۲۸مه پيل کېږي، د موقت وخت لپاره وځنډول شي.
د اګست په ۲۸مه، د اروپا دریو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو امنیت شورا ته یو لیک واستوه. په دغه لیک کې ویل شوي وو چې ایران په "جدي ډول" خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او دا پرېکړه د "روښانه او رښتینو شواهدو" پر بنسټ شوې ده.
دوی یادونه وکړه چې ایران د یورانیمو د غني کولو کچه ۸۴۰۰ کیلو ګرامو پورې رسولي، چې دا د هوکړې له ټاکلي حد څخه ۴۰ چنده زیاته ده.
په دې کې څو سوه کیلوګرامه هغه یورانیم دي چې تر ۶۰ سلنه پورې غني شوي او د جون میاشت کې د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته یې حساب نه دی معلوم.
همدارنګه په لیک کې ویل شوي چې ایران زرګونه پرمختللي سانتریفیوژونه فعال ساتلي، په ممنوعه تاسیساتو کې یې د اتومي غنا بهیر روان ساتلی او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره يې د څارنې ډېر میکانیزمونه لغوه کړي، چې دغې ادارې ته یې ناممکنه کړې د ایران د اټومي پروګرام د سولهيیز وضعیت په اړه پوره ډاډ ورکړي.
فورم \ دبحث خونه