د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سهشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل او ویې ویل چې دواړو خواوو د امریکا او قطر د امنیتي مشارکت پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یو خوندي او باثباته سیمهییز وضعیت لپاره به کار کوي.
روبیو په خپل ایکس حساب کې د دغه ملاقات په اړه لیکلي: "ما له امیر څخه د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې د موافقې د منځګړیتوب لپاره د قطر د دوامدارو هڅو او د یرغمل شویو د خوشې کولو د هڅو په خاطر مننه وکړه."
دا لیدنه کتنه یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې اسرائیل په دوحه کې د حماس د مشرانو پر ضد برید وکړ، هغه اقدام چې ولسمشر دونالډ ټرمپ پرې خپله ناخوښي وښوده.
د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویټ له خوا لوستل شوي بیان کې ولسمشر ټرمپ وویل: "په یواړخیز ډول پر قطر چې یو خپلواک هېواد او د امریکا نژدې متحد دی، او زموږ سره د سولې د راوستو لپاره په زړورتیا خطرونه مني، دا بمباري ، نه د اسرائیل او نه د امریکا موخو ته ګټه رسوي. خو د حماس له منځه وړل، چې د غزې د ولس له بدمرغیو ګټه پورته کړې، یوه ارزښتناکه موخه ده."
د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو پر قطر د بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل: "اسرائیل به د حماس ترهګر هرچېرې وولي، هرچېرې چې پټ وي."
قطر د امریکا یو مهم متحد او په منځني ختیځ کې، او د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د مذاکراتو کلیدي برخه ګڼل کېږي.
حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه نېټه په اسرائیل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل، چې دا شخړه یې پیل کړه.
روبیو د دوحې له سفر وړاندې، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا او قطر د دفاعي همکاریو د یوه پراخ شوي تړون نهایي کولو ته نږدې شوي دي.
هغه د اسرائیل له صدراعظم نتانیاهو او نورو چارواکو سره د لیدنې وروسته، د اسراییلو په بن ګوریون هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "موږ له قطریانو سره نژدې اړیکې لرو. واقعاً، موږ له هغوی سره د دفاعي همکارۍ یو پراخ تړون پر سر کار کوو چې اوس د نهایي کېدو په حال کې دی."
روبیو د تړون د مشخصو جزئیاتو په اړه نور معلومات ورنکړل.
روبیو د غزې د روان وضعیت په اړه وویل، ټول اړخونه غواړي چې دا شخړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي، څو ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي او حماس بې وسلې او له منځه یووړل شي. هغه زیاته کړه چې قطر کولی شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي.
فورم \ دبحث خونه