د طالبانو واکمنۍ کې افغانستان کې عسکرۍ ته د ماشومانو استخدام او 'بچه بازي' دوام لري- راپور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال انساني قاچاق په اړه په خپل ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له خوا له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه زیاته شوې ده، او راپور په ځانګړي ډول د ماشومانو د استخدام او قاچاق او د "بچه بازي" زیاتوالي ته اشاره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالب چارواکي په بچه بازۍ کې ښکیل دي او تر ۱۲ کلونو ماشومانو پورې د دې ډلې په لیکو کې استخدام کیږي، چې دغه ماشومان ډیر د جنسي تیري له خطر سره مخ کوي.

په راپور کې راغلي چې طالبان په خپلو زندانونو او توقیف ځایونو کې د قاچاق قرباني ماشومان د لویانو سره یوځای په داسې شرایطو کې ساتي چې د جنسي تیري، جبري کار او شکنجې خطر یې زیاتوي.

خو طالبانو د سرتېرو په توګه د ماشومانو د استخدام خبره رد کړې او ویلي یې دي چې هغه هلکان چې لا تر اوسه د مخ ویښتان - ږیره او بریتونه - نه لري - د جګړې په لیکو یا د ډلې په اډو کې د ځای پر ځای کیدو اجازه نلري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور له مخې، د انسان د قاچاق قربانیان د بچه بازۍ د قربانیانو په شمول، د طالبانو د چارواکو د ویرې او د ټولنیز ننګ او بدنامۍ له امله نه غواړي چې په رسمي ډول شکایتونه ثبت کړي.

په راپور کې راغلي: "طالبان او نورې ډلې په غیرقانوني ډول ماشومان د لومړیو لیکو کې او په کومکي رولونو کې استخداموي او ګماري. طالبان ماشومان د غلطو ژمنو په شمول، د جبر او دوکې له لارې استخداموي او ګماري."

د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان او پاکستان له ښوونځیو څخه ماشومان په "جهادي مدرسو" کې د مذهبي او پوځي روزنې لپاره استخداموي او کورنۍ هڅوي چې خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړي چې له دې ډلې سره یوځای شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د اسلامي دولت خراسان څانګه (داعش) او د ملي مقاومت جبهې په څیر ډلې ماشومان "په مستقیمو دښمنیو کې د چاودیدونکو توکو د ځای پر ځای کولو او چاودنې، د وسلو د لیږدولو، جاسوسۍ او د اډو د ساتنې لپاره کاروي."

که څه هم د طالبانو مشر شاوخوا یو کال مخکې د انساني قاچاق د منع کولو فرمان صادر کړ او د داسې قضیو د څېړلو غوښتنه یې وکړه، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې وزارتونه او نورې عامه ادارې د انساني قاچاق د له منځه وړلو لپاره حد اقل ضروري معیاري هم نه عملي کوي.

راپور ښيي چې د طالبانو حکومت، په تیرو دریو کلونو کې، پرته له دې چې اعلان وکړي چې د انساني قاچاق په تړاو یې ۳۰۰ کسان نیولي دي، په دې برخه کې هیڅ ډول تحقیقات یا پوښتنې ګروېږنې نه دي کړي، او د دې ډلې لخوا د انساني قاچاق د عاملینو په وړاندې هیڅ تور نه دی اعلان شوی.

د راپور موندنې ښيي چې اقتصادي بحران، سختو اقلیمي پیښو، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو جبري شړلو او د خوړو کمښت په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی او کم عمره نجونې یې د کم عمره ودونو له خطر سره مخ کړي دي، چې په ځینو مواردو کې د طالبانو غړو سره د کم عمره نجونو ودونه شامل دي.

په راپور کې راغلي چې طالبان د ښځو، اقلیتونو او نورو زیان منونکو ډلو د حقونو سرغړونې ته دوام ورکوي، او قومي او مذهبي اقلیتونه لکه شیعه ګان، په ځانګړې توګه هزاره ګان، سیکان او هندوان، د طالبانو او نورو ډلو لکه د داعش د خراسان څانګې د ګواښونو له امله په زیاتیدونکي توګه د "استثمار" سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې ځینې افغانې ښځې او نجونې چې په افغانستان، هند، ایران او پاکستان کې "پلورل شوې" دي، د خپلو نویو میړنو لخوا د جنسي قاچاق او د کورني خدمتګارانې په توګه کارول کیږي.

په راپور کې "په ایران کې د افغان کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې او ځورونې" ته په اشارې سره ویل شوي چې د قاچاق وړونکو شبکې افغان کډوال له ایران څخه اروپا ته لیږدوي او دوی مجبوروي چې په رستورانتونو کې جبري کار وکړي او "جنسي قاچاق" وکړي ترڅو د دوی د قاچاق لګښت بیرته پرې کړي.

په راپور کې ویل شوي چې ځینو افغان قاچاق وړونکو په جرمني، هنګري، شمالي مقدونیه او سربیا کې افغان هلکان "بچه بازي" ته هڅولي دي.

د افغانستان د دې وضعیت د حل لپاره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې سپارښتنه کړې چې طالبان او نورې ډلې دې د ماشومانو له استخدام څخه ډډه وکړي او د ماشومانو، په ځانګړې توګه د راستنیدونکو کډوالو ماشومانو او په واټونو کې د سوالګرو ماشومانو ساتنه وکړي.

په راپور کې د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د انساني قاچاق د عاملینو د سزا ورکولو او د بچه بازۍ د بندیز لپاره د جامع قوانینو د مسودې او پلي کولو غوښتنه هم شوې ده، او امر شوی چې د ماشومانو د قاچاق پورې اړوند جرمونه محاکمه شي او د طالبانو د چارواکو په ګډون عاملین عدالت ته راکش شي.

د دې راپور د خپریدو پورې، طالبانو او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د راپور موندنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په تیرو وختونو کې یې دا ډول تورونه او راپورونه رد کړي دي.