د افغانستان دپاره د کډوالو د نړیوال سازمان یا (IOM) مشرې پارک میهیونګ ویلي، افغانستان له درې سختو او پرلهپسې کړکېچونو سره مخ دی چې د خلکو ژوند لا زیات له ستونزو سره مخامخوي.
اغلي میهیونګ د سې شنبې په ورځ د سپتمیر ۱۶ په ژینو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په درشل کې وویل، افغانستان چې شاوخوا ۴۹ میلیونه نفوس لري، نږدې نیمایي یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشري مرستو تکیه لري.
د IOM مشرې وویل، سږکال یوازې له ایران او پاکستان څخه دوه میلیونه افغانان جبراً هیواد ته ورستانه شوي او اټکل کېږي چې د کال تر پایه درې میلیونه نور هم بېرته واستول شي.
د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا د دغو کډوالو اکثره کورنۍ له کلونو راهیسې بهر اوسېدلې او بېرته د راستنېدو پر مهال نه مالي سرچینې لري او نه هم د استوګنې لپاره کورونه او ځمکې لري.
د هغې په وینا، د راستنېدونکو شمېر له پنځه میلیونو اوړي چې دا د افغانستان د ټول نفوس لس سلنه جوړوي.
د IOM مشرې وویل، دویمه ستونزه د اقلیم بدلون دی چې څلور کاله پرلهپسې وچکالۍ افغان کروندګر دیته اړ ایستلي چې ښارونو ته کډې وکړي او دا کار د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه لوړه کړې ده. د طبیعي آفتونو له امله هر کال شاوخوا ۹۰۰ زره افغانان بېځایه کېږي، او د کونړ وروستۍ زلزله یې څرګند مثال دی.
دریم کړکېچ د مرستو د کمبود ستونزه ده. اغلي میهیونګ ټینګار وکړ چې د بودیجې نشتون د دې لامل شوی چې ډېر افغانان منفي لارې لکه د ماشومانو مزدوري، د نجونو د وخته مخکې ودونه او د پور اخیستل غوره کړي، چې دا خلک لا زیاتو کړاوونو ته ور ټېل وهي.
دIOM مشرې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نړۍ د نورو شخړو تر سیوري لاندې افغانستان هېر نه کړي، او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته جدي پام وکړي.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د افغانستان د بېلابېلو کړکېچونو د حل لپاره د نویو مرستو غوښته کوي، ټاکل شوې چې سبا چهار شنبې د سپټمبر پر ۱۷ مه د امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت په نیویارک کې غونډه وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایېوا به په دې غونډې کې وینا وکړي چې تازه افغانستان ته تللې وه او له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې وه.
فورم \ دبحث خونه