د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان د طبعي پېښو له کبله تقریبآ پنځه میلیون کسان اغیزمن شوي، چې د افغانستان د نفوس ۱۰ فیصده کېږي.
د دغې ادارې د راپور په اساس په اغیزمنو شویو کسانو کې یې ۳۹۶زره یې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي او نور سیمو ته کوچېدلي دي. د دې ترڅنګ، ۱۷۲ زره نورو کسانو له افغانستان څخه ګډه کړې ده.
راپور وايي چې دا طبعي پېښې د شدیدو واورو او بارانونو، طوفانونو او سیلابونو له کبله دي او په نورو برخو کې وچکالیو بیا خلک ځپلي دي.
د مهاجرت نړیوالې ادارې راپور ورکړی دی، چې د افغانستان ۴۴فیصده کلیوالې سیمې د څښاک د پاکو اوبو له کموالي سره مخامخ دي او ۳۹ نورې کلیواليو سیمو کې بیا روغتیايي امکانات اوخدمتونه نه شته. د دغې ادارې په راپور کې ویل شوي دي چې دا معلومات یې د مارچ او اپریل د لومړیو میاشتو کې یې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ۶۲۶۵۸ کلیو څخه راټول کړي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکې ادارې (اوچا) او یو شمېر نورو بشري سازمانونو په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي اوافغانستان د بشري کړکیچ په منځ کې یوازې پرېنږدي.
اوچا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهېسې روانو جګړو، د اقلیم د تغیر له کبله رامنځ ته شویو طبعي پېښو، د کډوالو راستنېدلو او داخلي بې ځایه کېدو لړۍ په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.