د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د دوشنبې په ورځ د جون ۱۶ (د جوزا ۲۶) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۹مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور وړاندې کړ.
بینټ وویل چې افغانان د مذهبي، جنسیتي او قومي تبعیض په ګډون د مختلفو ډولونو تبعیض قرباني دي، او د افغانو میرمنو لپاره عدالت، قانوني خوندیتوب او خدماتو ته د لاسرسي نشتوالي په اړه یې ځانګړې اندیښنه څرګنده کړه.
د بینټ په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا لګول شويو محدودیتونو افغانې نجونې د جبري او په کم عمر کې د ودونو او جنسي تاوتریخوالي سره مخ کړي دي، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره "بیړني او منسجم ګامونه" پورته کړي.
بینټ په دې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه ګوښه کړای شوي دي او دهغه په وینا د طالبانو حکومت باید د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د سرغړونې له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته کش شي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د قدرت د نیولو وروسته په ښځو باندې سخت او ظالمانه بندیزونه لګولي دي، دوی یې د لومړني ښوونځي څخه ورپورته د زده کړو، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو، د نارینه سرپرست پرته سفر کولو، او پارکونو، حمامونو او سپورتي کلبونو ته د تګ څخه منع کړي دي، دا هغه اقدامات دي چې ملګرو ملتونو ورته"جنسي آپارتاید" ویلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه کوښه کړای شوي او په افغانستان کې معلولیت لرونکي خلک او ټرانس جنس لرونکي خلک له جدي ګواښونو سره مخ دي.
په دې غونډه کې یو شمېر افغانو ښځو هم خبرې وکړې. افغانه میرمن فاطمه امیري په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پر طالبانو فشار راوستل شي. میرمن امیري وویل چې که ملګري ملتونه او نړۍ د طالبانو چلند بدل نه کړي، نو دوی باید دا ډله په رسمیت ونه پیژني.
یوې بلې افغانې میرمنې، مریم میترا، په غونډه کې وویل چې د افغانستان خلک د سیستماتیک ظلم سره مخ او له خپلو اساسي حقونو څخه محروم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۹مه غونډه به د جون له ۱۶مې څخه د جولای تر ۹مې پورې دوام وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې هغه څو ځله له طالبانو سره اړیکه نیولې او حتی د راپور مسوده یې ورته لیږلې ده او د دوی نظرونه یې غوښتي دي، خو د هغه په وینا، طالبانو دې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
طالبانو پخوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د خپلواکو ادارو راپورونه رد کړي دي، او هغه یې "مغرضانه" او "یوه اړخیز" بللي دي او په دې یې تاکید کړی دی چې د هغو په وینا په افغانستان کې ښځو ته د شریعت مطابق حقونه ورکړل شويدي.
فورم \ دبحث خونه