یو امریکايي چارواکی وایي د داعش-خراسان څانګې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، «پام وړ زیانونه» ګاللي دي.
د امریکا د ملي امنیت د شورا دغه چارواکي امریکا غږ پوښتونو ته د یو ایمیل له لارې په ځواب کې لیکلي دي: «په وروستیو څو میاشتو کې د داعش-خراسان څانګې پام وړ زیانونه ګاللي دي، ځکه چې ولسمشر ټرمپ امریکا یو ځل بیا له ترهګرۍ سره په مبارزې کې دخېله کړې.»
دغه امریکايي مقام، ونه ویل چې د داعش-خراسان څانګي د ځپلو لپاره یې کوم ډول اقدامات کړي دي، خو زیاته کړې یې ده، چې «موږ د متحدو ایالتونو او خپلو متحدینو د ساتنې لپاره به د دغې ترهګرې ډلې او د هغه سره تړلیو ډلو او ټولو جهادیانو په ضد خپل سخت وژونکي ګوزارونه روان ساتو.»
تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې په کابل کې د طالبانو او داعش-خراسان د جنګیالیو ترمنځ نښته وشوه. سیمه ایزو رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي چې جنګیالیو یې د داعش-خراسان په یو پټنځای برید کړی او «دوه تنه یې» وژلي دي.
د سیمې خلکو ویلي دي چې د څو ساعتونو لپاره جګړه روانه وه او د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش-خراسان حضور نه لري، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینو غړو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د غړو فعالیت افغانستان، سیمې اونړۍ ته ګواښ دی.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې د روسیې د دفاع وزیر اندرې بلوسوف د «ډله ایز امنیت تړون سازمان» د دفاع وزیرانو د شورا په غونډې کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې دا مهال څه باندې «۲۰ ترهګریزې ډلې او ۱۵۰۰۰ اورپکي» موجود دي او د هغوی موجودیت یې د «مرکزي اسیا لپاره اصلي ترهګریز ګواښ وباله.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال د مۍ په ۲۱ نېټه د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې په افغانستان کې داسې سیمې شته چې طالبان یې نه کنترولوي او په دې سره نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت لاره پرانیستل کېږي.
د طالبانو حکومت وايي چې په افغانستان کې ترهګري ډلې نه شته او دوی به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکارول شي.