د کابل په ښار کې د دوشنبې په شپه جون نهمه (جوزا ۱۹) د طالبانو او داعش-خراسان ډلې د جنګیالیو ترمنځ نښته شوې ده.
سیمه ایزو رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي دي چې جنګیالیو یې د داعش-خراسان ډلې په یو پټنځای باندې برید کړی او «دوه تنه یې» وژلي دي.
د داعش-خراسان ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې خلکو ویلي دي چې د څو ساعتونو لپاره جګړه روانه وه او د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل. پېښه د کابل ښار په ۱۵ ناحیه کې شوې ده.
سره له دې چې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د داعش-خراسان ډله ځپلې او دا ډله حضور نه لري، خو په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اکثریت چاودنو او بریدونو مسئولیت داعش منلی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په راپور کې هم ویل شوي وو چې په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو جنګیالي شته او طالبان ورسره اړیکي پالي.
څو ورځې مخکې د روسیې د دفاع وزیر اندرې بلوسوف د «ډله ایز امنیت تړون سازمان» د دفاع وزیرانو د شورا په غونډې کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې دا مهال څه باندې «۲۰ ترهګریزې ډلې او ۱۵۰۰۰ اورپکي» موجود دي او د هغوی موجودیت یې د «مرکزي اسیا لپاره اصلي ترهګریز ګواښ وباله.
امریکا غږ د متحدو ایالتونو د د دفاع وزارت او امنیت شورا څخه په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه پوښتنه وکړه. د دفاع وزارت مطبوعاتي څانګې په یو ایمیل کې په دې اړه «له تبصرې کولو څخه ډډه» کړې او د امنیت شورا لا د دغه راپور تر لیکلو پورې څه نه دي ویلي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان شپږ غړي لري چې روسیه، بلا روس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان په کې شامل دي.
مسکو تر دې مخکې هم له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د سخت دریځو ډلو په تېره بیا د داعش ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د طالبانو حکومت وايي چې په افغانستان کې ترهګري ډلې نه شته او دوی به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکارول شي.
فورم \ دبحث خونه