د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې طالبان باید چې د ښځو پر ضد د تبعیض د مخنوي د کنوانسیون نه د سرغړونې په خاطر نړیواله محکمې ته راکش شي.
د ملګري ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکونکي په دغه راپور کې ویل شوي دي چې طالبانو د افغانستان عدلي او قضايي نظام کې «ژور بدلون» راوړی.
په راپور کې راغلي دي: «طالبانو قوانین لغوه کړي او په ادارو کې یې د خپلې ایډیالوژۍ او ښځو خلاف د خپل باور په اساس د حکومتوالۍ په طرز کې تغیر راوړی تر څو په افغان ټولنې باندې خپل واک لا ټینګ کړي.»
راپور، چې د بشري حقونو شورا د ۵۹مې غونډې لپاره چمتو شوی، د ۲۰۲۳ کال له جولای میاشتې تر ۲۰۲۴ جون پورې موده رانغاړي او د افغانستان د اوسني واکمن رژیم کړنې له نړیوالو بشري قوانینو سره په ټکر کې بولي.
په دې ۱۸ مخیز راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانو دغه کار د ټولنې په ټولو برخو باندې تاثیر کړی خو تر ډیره یې په ښځو او نجونو باندې اثر کړی چې د طالبانو په حکومت کې د خپلو بنسټیزو حقونو نه محروم شويدي.
طالبانو تر اوسه د بېنټ دغه راپور ته غبرګون ندی ښودلی خو په تیرو وختونو کې طالبانو د ښاغلي بنیټ راپورونه په کلکه رد کړي او هغه یې له حقایقو څخه لرې بللي دي.
بینټ ویلي دي چې طالبانو د ده وړاندیزونه چې پخوا یې کړي وو «تر ډیره حده نه دې عملي کړي.»
راپور وايي چې د اوس لپاره په افغانستان کې دننه د اصلاحاتو د راوستلو امکانات ډیر کم دي او له دې امله «نړیوال میکانیزمونه د طالبانو سره د حساب او کتاب د کولو او ښځو او نجونو لپاره د عدالت ته د رسیدو د هیلو د ژوندې ساتلو لپاره مهمه لاره برابروي.»
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ویلي دي چې غړي هیوادونه باید چې جنسیتي آپارتاید د بشریت خلاف جرم په حیث د قانوني کولو څخه حمایت وکړي او همدارنګه د هغو هڅو حمایت هم وکړي چې طالبان د ښځو پر ضد د تبعیض د مخنوي د کنوانسیون نه د سرغړونې په خاطر نړیوالې جنایي محکمې ته راکش کړي.
هغه په دې ترڅ کې د هغو هیوادنو د ملاتړ غوښتنه کړې چې پکښې اکثریت مسلمانان دي.
ریجارډ بېنټ ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه هڅوي، څو د افغانستان لپاره یو خپلواک، نړیوال او مؤثر میکانیزم جوړ کړي:
د بشري سرغړونو اسناد ثبت کړي؛
عاملین وپیژني؛
د عدالت لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د ځانګړي راپور ورکوونکي په تازه راپور ویل شوي چې د افغانستان “د بشري حقونو د یو ژور بحران” سره مخ دی، چیري چې طالبانو په ښځو، نجونو، اقلیتونو، خبریالانو او ټول مدني فعالانو پر وړاندې په پرلهپسې توګه محدودیتونه لګولي دي.
د ښځو او نجونو وضعیت:
“د ژوند له ټولو برخو ایستل”
راپور د طالبان لخوا د نجونو له منځني ښوونځي پورته د زدهکړو په بندېز ، له دولتي او نادولتي ادارو څخه د ښځو ایستلي، او حتی د تفریح او عامه ځایونو ته د تګ اجازه نه ورکول، د ښځو د “سیستماتیک محوه کولو” هڅې بللې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنټ وايي “د ښځو پر وړاندې دا ظلم نه یوازې د افغانو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ټول ملت پر راتلونکي ناوړه اغېز لري.”
د خبریالانو او مدني ټولنو پر وړاندې فشار
په راپور کې ویل شوي، چې د بیان ازادي، د رسنیو فعالیت، او د مدني ټولنو حضور په بیسارې توګه محدود شوی. خبریالان نیول شوي، ځورول شوي او حتی د بند له ګواښ سره مخ دي. د ښځو خبریالانو حضور نږدې له منځه تللی.
د اقلیتونو وضعیت:
“هدفمند تعقیب”
راپور د مذهبي او قومي اقلیتونو، په ځانګړي ډول شیعه هزاره ګانو، اهل هنودو، او نورو غیر سني ډلو وضعیت ته اشاره کوي او وایي چې د دوی پر وړاندې تبعیضي چلند، پراخ تعقیب او فزیکي بریدونه دوام لري.
اقتصادي بحران او بشري ناورین
په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې، د خوړو نشتون، وچکالي، بېکاري او اقتصادي سقوط د خلکو ژوند له سختو ګواښونو سره مخ کړی. اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي، چې نیمايي یې ماشومان او ښځې دي.
د نړیوالې ټولنې مسؤلیت
راپور پر نړیوالو حکومتونو غږ کړی، چې له طالبانو سره تعامل، د بشري مرستو او له ښځو سره په مرستو مشروط کړي، او دا تضمین کړي چې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو کارکوونکي د خپلې دندې د اجرا ازادي ولري.
د افغان ولس غږ
په راپور کې یوه ځوانه افغانه، چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، وايي: “زموږ غږ چوپ شوی، خو دا مانا نه لري چې موږ وجود نلرو. نړۍ دې زموږ د میندو، خویندو، لوڼو، او ماشومانو لپاره ودریږي.”
د راپور په پای کې ویل شوي چې اوس د اقدام وخت دی نه د تماشي.
د بشري حقونو شورا غونډه چې د جون له ۱۶مې تر جولای ۹مې پورې دوام کوي، چې د افغانانو سره د مرستې یوه تاریخي فرصت بلل کیږي.
راپور په دې پای ته رسیدلی چې عدالت غوښتونکي افغانان، نړۍ ته سترګې په لار دي. که نړۍ چوپه پاتې شي، دا به یوازې د افغانستان د خلکو نه بلکې د نړیوالو بشري ارزښتونو ماتې وي.