د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارد بنیت: په افغانستان کې باید په عام محضر کې په درو د خلکو وهل بند شي


د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي چې طالبانو په یوې اونۍ کې ۶۲ کسان په درو وهلي
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي چې طالبانو په یوې اونۍ کې ۶۲ کسان په درو وهلي

په بشري چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت وایي چې په روان کال کې په افغانستان کې په عام محضر کې په درو د خلکو وهل زیات شوي دي او دا «درنې سزاوې» د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.

د بنیت د ایکس په رسمی حساب کې لیکلي دي چې طالب مقاماتو په «تېرې یوې اونې کې په افغانستان کې ۶۳ کسان په عام محضر کې په درو وهلي چې څلور یې ښځې دي. دا درنې سزاګانې د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي»

نوموړي همدغه راز تاکید کړی چې د طالبانو باید دا یوه عادي یا نورمال حکومت په توګه و نه منل شي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي چې هغوی د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په دې وروستیو کې لسګونو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. طالب مقامات وايي چې دغه کسان د «زنا، لواطت، غلا» او نورو تورونو له کبله «مجازات او محکوم» شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت بیا واک ته ورسېدل او په عام محضر کې یې خلکو ته سزا ورکول پیل کړل. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو دا ډول سزاګانې د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګڼي، غندلي یې دي او د بندولوغوښتنه یې کړې ده.

د بینیت د ایکس په رسمی حساب کې لیکلي دي چې طالب مقاماتو «تېرې یوې اونې کې په افغانستان کې ۶۳ کسان په عام محضر کې په درو وهلي چې څلور یې ښځې دي. دا درنې سزاګانې د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شيږ»

نوموړي همدغه زیاته دا یوه جدي یادوونه بللې ده چې طالبان باید عادي ونه ښودل شي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي چې هغوی د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په دې وروستیو کې لسګونو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. طالب مقامات وايي چې دغه کسان د «زنا، لواطت، غلا» او نورو تورونو له کبله «مجازات او محکوم» شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت بیا واک ته ورسېدل او په عام محضر کې یې خلکو ته سزا ورکول پیل کړي دي. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو دا ډول سزاګانې د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګڼي، غندلي یې دي او د بندولوغوښتنه یې کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG