د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران د یکشنبې په ورځ د امریکا له خوا د هوايي برید امر ورکولو څخه څو ورځې مخکې د غرونو په زړه کې له کیندل شوي اټومي تاسیساتو څخه هیڅ شی نه دی ایستلي، چې متحده ایالتونه باور لري چې دا تاسیسات یې ویجاړ کړي او د اټومي وسلو د پراختیا لپاره د ایران هڅې یې د پام وړ ځنډولي دي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۶مه (د سرطان ۵) په خپل ټولنیزې رسنۍ تروت سوشل کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې کوچني موټرونه او لارۍ چې د فرډو اټومي تاسیساتو باندې د متحدو ایالتونو له خوا د برید څخه څو ورځې دمخه د سپوږمکۍ نه اخسیتل شويو عکسونو کې لیدل شوي وو هڅه کوي هغه تونلونه پټ کړي چې د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو ته وردرومي چې ایران ژور د غره په زړه کې جوړ کړي دي.
ټرمپ په ظاهره د فرډو په اټومي بټۍ کې د ایران لخوا تولید شوي غني شوي یورانیم ته په اشارې لیکلي: "هیڅ شی له تاسیساتو څخه نه دی وتلی. دا ډیر وخت نیسي، ډیر خطرناک دی، او ډیر دروند دی او لیږدول یې ستونزمن دي."
ټرمپ دا پوسټ څو دقیقې وروسته له هغه خپور کړ چې د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د پنټاګون یوه خبري کنفرانس پای ته ورسوو چې پکې څو خبریالانو دا پوښتنه کوله چې ایا د سپوږمکۍ عکسونه ښیې چې ایران د برید څخه څو ورځې مخکې له فرډو څخه غني شوي یورانیم ایستلي دي که نه.
هیکسیټ وویل: "ما داسې هیڅ شی نه دی لیدلی چې دا په ګوته کړي چې موږ په دې ځایونو کې هغه څه نه دي ترلاسه کړي چې موږ غوښتل."
د دفاع وزیر د امریکا د رسنیو هغه راپورونه هم رد کړل چې د یکشنبې په ورځ د فرډو او د ایران د غني شویو یورانیمو په دوو نورو ځایونو باندې د امریکا د برید په بریالیتوب شک څرګندوي.
هغه وویل چې د امریکا استخباراتي ادارې، اسرائیل او د اټومي انرژۍ نړیواله اداره، ټول دې نتیجې ته رسیدلي چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي وړتیاو ته سخت زیان رسولی دی.
هغه زیاته کړه: "ولسمشر ټرمپ په تاریخ کې ترټولو پیچلي او محرم پوځي عملیات رهبري کړل، او دا یوه د پام وړ بریا وه چې د اوربند تړون او د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پای ته رسیدو لامل شوه."
په ورته خبري کنفرانس کې، د متحدو ایالتونو د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډن کین، د بنکر ویجاړونکي بم د ازموینې ویډیو چې مخکې خپره شوې نه وه، وښودله چې متحدو ایالتونو په ځانګړي ډول د فرډو د تاسیساتو د ویجاړولو لپاره ډیزاین کړې وه.
په ویډیو کې، نفوذ کوونکی بم یا (MOP) لیدل کیږي چې یوې سطحې ته ننوځي او وروسته د ځمکې لاندې انفجار کوي.
کین وویل چې امریکا په فرډو باندې د غورځول شوي نفوذ کوونکي بم یا MOP د ځمکې لاندې اغیزو ویډیو نلري.
هغه وویل: "البته، هیڅوک د هدف دننه نه وو، نو موږ د هدف ویډیو نلرو."
کین وویل چې د امریکا پوځ د بصري استخباراتو له لارې معلومه کړه چې بمونه د یکشنبې په سهار په تیاره کې د B-2 بمبار کوونکي جیټ الوتکو لخوا له غورځولو وروسته لکه څنګه چې ډیزاین شوي و هغسې کار کاوو.
هغه وويل: "موږ پوهېږو چې شاته روان جیټ الوتکو د [B2] لومړی برید ولیدو او [یو] پیلوټ وویل: 'دا تر ټولو روښانه چاودنه وه چې ما کله هم لیدلې ده. دا په رېښتیا لکه رڼا ورځ ښکاریدله."
اسرائیل ځکه د جون په ۱۳مه د ایران د اټومي او پوځي تاسیساتو او پرسونل په وړاندې ۱۲ ورځنۍ جګړې پیل کړه، چې تهران د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ته نږدې شوی و او په مکرر ډول یې د یهودي دولت د له منځه وړلو غوښتنه کوله. له همدې امله اسرائیل ایران ته د یو موجود ګواښ په سترګه کتل.
اسرائیل او ایران دواړو د سې شنبې په ورځ دا جګړه د هغه اوربند د یوې برخې په توګه پای ته ورسوله چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړ.