ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکایي مرکچیان به راتلونکې اونۍ له خپلو ایراني سیالانو سره وګوري ترڅو د ایران سره د هغو اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په اړه د یوې احتمالي موافقې په اړه بحث وکړي چې د یکشنبې په ورځ د امریکا په هوايي بریدونو کې سخت زیانمن شوي دي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د جون ۲۵ (د سرطان ۴) د هالنډ په هاګ ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې د ناټو د مشرانو سره د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې وویل چې هغه خپل د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لارښوونه کړې چې د ایران سره د لاسلیک کولو لپاره یوه موافقه جوړه کړي.
خو ټرمپ دا هم وویل چې هغه "پروا نه کوي" که چیرې ایران دا ډول موافقه رد کړي ځکه چې د هغه په وینا، متحدو ایالاتو د یکشنبې په برید کې د ایران درې اټومي تاسیسات چې د ایران د وسلو د هڅو دپاره اړین وو "بمبار" کړي او "ویجاړ" کړي دي.
ټرمپ د ایراني لوري په اړه وویل: "زه په دې اړه ډېر ډاډه نه یم." "که موږ یو سند ترلاسه کړو، نو دا به بده نه وي. موږ به ورسره ملاقات وکړو."
امریکایي مرکچیان د اپریل له میاشتې تر مې میاشتې پورې د عماني منځګړو له لارې له ایران سره پنځه پړاوه خبرې اترې وکړې ترڅو یوې موافقې ته ورسیږي.
خو ایران ټینګار وکړ چې د وسلو جوړولو کچې ته د یورانیمو د غني کولو حق وساتي، او خبرې اترې د جون په ۱۳مه هغه وخت وځنډېدې چې اسرائیل په ایران باندې د یورانیمو د غني کولو وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره پوځي برید کړ.
اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې په اټومي وسلو سمبال ایران ته د یو ګواښ په سترګه ګوري، ځکه چې اسلامي جمهوریت [ایران] په مکرر ډول د یهودي دولت د له منځه وړلو غږ کړی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د ټرمپ تر څنګ ولاړ و خبریالانو ته وویل چې ایران باید له امریکا سره د یوې هوکړې لپاره یو بل ډول چلند غوره کړي.
روبیو وویل: "واضح ده، دا به د ایران په رضایت پورې اړه ولري چې نه یوازې په سوله کې ښکیل شي، بلکې د متحدو ایالاتو سره [هم] مستقیمې خبرې اترې وکړي، نه د کوم دریم هیواد یا څلورم هیواد د پروسې له لارې."
فورم \ دبحث خونه