د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران پر اټومي پروګرام به بیا برید وکړي، که چیرې ایران د خپل د اټومي پروګرام د بیا رغولو هڅه وکړي. ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې امریکا د شنبې په شپه د ایران پر دریو تاسیساتو هوايي بریدونه وکړل او متحده ایالتونه شک درلود چې دا ځایونه د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېږي.
کله چې له ټرمپ نه په هالنډ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا متحده ایالات به بیا پر ایران برید وکړي که چیرې هغوي د خپلو اټومي وسلو د جوړولو ځایونه بیا رغوي، هغه په ځواب کې وویل "یقناً"
ټرمپ زیاته کړه: "زه د دې په اړه اندیښنه نلرم. [د ایران اټومي پروګرام] د کلونو لپاره له منځه تللی. د دې بیا رغول ډیر ګران دي، ځکه چې دا ټول له منځه تللي دي."
ټرمپ، چې وروسته یې د هالنډ په هاګ کې د خپلو دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه خبرې کولې، د امریکا د استخباراتو هغه راپور یې کم ارزښته وباله چې امریکايي رسنیو ته افشا شوی و او ادعا یې کوله چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوايي بریدونو ممکن د ایران د اټومي وسلو پروګرام یوازې څو میاشتې شاته کړی وي، نه کلونه.
ټرمپ د امریکايي خبري رسنیو ته په اشارې وویل: "دوی هڅه کوي چې دا نه هېرېدونکې بریا په یو کم ارزښته شی بدل کړي.... [د ایران په اټومي پروګرام] په بې رحمۍ برید شوی او [د امریکا برید] هغه ویجاړ کړی... دا له منځه وړل و. "
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د امریکا برید د ایران د اټومي "بدلولو تاسیسات" له منځه یوړل. هغه وویل: "موږ حتی موندلی نشو چې اوس دا چیرته دي، څنګه چې پخوا په نقشه کې و." "تاسو حتی نشئ موندلی چې دا چیرته و، ځکه چې هرڅه تور شوي دي. له منځه تللي دي."
د دفاع وزیر پیټ هیګسټ وویل چې د امریکایي رسنیو ته افشا شوي استخباراتي راپور "ابتدایي" وه او د متحدو ایالاتو د هوایي بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د ارزونې په اړه یې "لږ باور" وړاندې کړ. هغه وویل چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي ای) د راپور د افشا کیدو په اړه جرمي تحقیقات پیل کوي، چې ویل کیږي "ډیر محرم" راپور دی.
د امریکا متحد اسرائیل، د اسرائیل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ د اوربند سره پای ته ورسېده، هم د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي و.
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر وویل چې د ایران اټومي پروګرام د "د کلونو لپاره" شاته پاتې شوی دی." زمیر دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اوربند له پیل وروسته د وضعیت د ارزونې په ترڅ کې وکړې.
فورم \ دبحث خونه