ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو کوربه دی.
ټاکل شوې چې دواړه مشران به په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې او د اسرائیل او ایران ترمنځ د تیرې میاشتې د جګړې په اړه خبرې وکړي چې د امریکا په ملاتړ د اوربند سره پای ته ورسیده.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په سهار واشنګټن ډي سي ته ورسید. دا واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدو وروسته امریکاته د نتنیاهو دریم سفر دی او د ایران سره له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د هغه لومړی سفر دی.
ټرمپ تیره اونۍ د دې ملاقات په اړه خبریالانو ته وویل چې هغه به د اسرائیل صدراعظم سره د غزې د وضعیت او د نتنیاهو د هغې غوښتنې په اړه هم خبرې وکړي چې غواړي حماس هغه یرغمل شوي اسرائیلیان آزاد کړي چې دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د میاشتې راهیسې کله چې د حماس تروریستي ډلې پر اسرایلو برید وکړ، یرغمل نیولي دي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې نوموړی به د هغه "ستر بریالیتوب" په اړه بحث وکړي چې تیره میاشت امریکا او اسرائیل هغه مهال ترلاسه کړ، چې د دوی پوځي ځواکونو د ایران پر اټومي تاسیساتوبرید وکړ او ویجاړ یې کړل، هغه تاسیسات چې تهران د اټومي بم جوړولو لپاره کارولی شوای.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې د اسراییلو او حماس لپاره "ښه چانس" شته چې روانه اونۍ د عربي منځګړو له لارې اوربند ته سره ورسیږي.
هغه وویل د موافقې په صورت کې به د حماس ډله د هغو پنځوسو کسانو له ډله چې ویل کېږي یواځې شل تنه یې ژوندي پاتې وي، یو څو کسان آزاد کړي.
صدراعظم نتنیاهو د یکشنبې په ورځ له اسرائیلو څخه د حرکت دمخه، خبریالانو ته وویل چې هغه د عربانو په منځګړیتوب اسرائیلي مرکچیان د حماس سره خبرو اترو ته لیږلي ترڅو یوې موافقې ته سره ورسیږي.
نتنیاهو وویل: "زه باور لرم چې د ولسمشر ټرمپ سره [په سپینې ماڼۍ کې] خبرې اترې یقینا د هغه پایلې په پرمختګ کې مرسته کولی شي چې موږ ټول یې هیله لرو."
ښاغلی نتانیاهو به په سپینې ماڼۍ کې د ماښام د ډوډۍ څخه مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره هم وګوري.